د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ د کرښې دواړو غاړو ته د ډرون په بریدونو کې دوه مشکوک ترهګر وژل شوي او یو بل ژوبل شوی دی.
لومړی برید د پاکستان د قبایلي سیمې کورمې ایجنسۍ په باد شاه کوټ نومې سیمه کې پولې ته څېرمه شوی چې د چارواکو په وینا د خالد په نامه یو مشکوک افغان ترهګر په کې سخت ژوبل شوی دی.
عیني شاهدانو د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي دي چې د ډرون میزایل هغه کور ته نږدې لګېدلی چې خالد اوسېده.
د ډرون په یوه بل برید کې د افغانستان د خوست ولایت په خاني کالا نومي ځای کې دوه افغان ترهګر وژل شوي دي.
عیني شاهدان وايي چې د ډرون الوتنې د چهارشنبې د سهار راهیسې په سیمه کې لیدل کیږي.
تر دې مخکې د ۲۰۱۷ کال د ډیسمبر په ۲۶ نېټه د پاکستان په قبایلي سیمې کورمې ایجنسۍ کې یو موټر د ډرون په برید کې په نښه شوی و چې دوه کسان په کې وژل شوي وو.
تیر کال په نومبر کې د افغانستان په پکتیا ولایت کې درې نور ترهګر د یو بل ډرون برید په ترڅ کې وژل شوي وو.
د پاکستان په قبایلی سیمې کورمې ایجنسۍ کې د ډرون بریدونه وروسته له هاغې زیات شول کله چې د افغانستان په اړه په تېرې اګسټ میاشت کې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ خپله نوې تګلاره اعلان کړه.
په دغې نوې اعلان شوې تګلارې یا سټراټېژۍ کې په پاکستان باندې تور پورې شوی چې ترهګرو ته پټنځي ورکوي.