لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په افغانستان او پاکستان کې د سخت موسم دلاسه ١٨٣ کسان مړه شوي


په هرات ولایت کې د واورې منظر

په تېرو دریو ورځو کې د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې سختو واورو، د واورې د ښوېدو او درنو بارانانو له امله لږ تر لږه ٨٣ کسان مړه شوي او په افغانستان کې د سخت موسم لاسه د خکلو د مرگونو شمېره ٣٩ رپورټ شوې ده.

په پاکستان کې په بېړني حالاتو کې د امداد حکومتي ادارې، نېشنل ډزاسټر مېنجمنټ اتارټي، ترجمان برگېډیر وسیم الدین د وایس اف امریکا اردو څانگې ته ویلي د موسم دلاسه زیاتې مرگ ژوبلې د پاکستان د انتظام لاندې کشمیر کې شوې دي.

د پاکستان د انتظام لاندې کشمیر کې چارواکو وویل په سیمه کې ٦٢ کسان مړه شوي دي او په بلوچستان صوبه کې لږ تر لږه ٢٠ کسان مړه شوي. په خېبرپښتونخوا کې د خراب موسم دلاسه یو تن مړه شوی.

په کشمیر کې نیلم وادۍ ته تلونکي سړکونه بند شوي دي او په سیمه کې خلکو ته د امداد رسولو دپاره پوځي هېلې کاپټرې استعمالېږي.

د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د واورې او بارانونو دلاسه ٣٩ مړه شوي او د ٣٠٠ نه زیات کورونه یا زیانمن شوي او یا تباه شوې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG