لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان او پاکستان سبا T-20 ورلډ کپ کې د یو بل سره مخامخ کېږي 


راشد خان یادونه: دا تصویر د فېس بک نه اخیستل شوی د

د افغانستان او پاکستان کرکټ ټیمونه د T-20 کرکټ ورلډ کپ کې د جمعې په ورځ د یو بل سره مخامخ کېږي.

په متحده عرب اماراتو کې د پاکستان ورلډ کپ د مقابلو تر اوسه دوه او افغانستان یو مېچ ګتلی دی.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه د افغانستان او پاکسان مېچ به د سوپر 12 مرحلې مقابله وي.

د افغانستان سپېنر راشدخان رویټرز خبري ادارې ته وویل د افغان ټيم د اینده په اړه د تشویش په ځای ټوله توجه د T-20 ټونټي په مقابلو ده. "زمونږ په ذهن کې یوازې یوه خبره ده چې مونږ دلته د ورلډ کپ دپاره راغلي یوو."

رویټرز وايي د کرکټ نړیوال تنظیم ايي سي سي به اینده میاشت غوڼده کې به د طالبانو د واکمنۍ لاندې افغانستان کې د کرکټ په اړه فېصله کوي او اسټرېلیا دړکه کړې چې افغانستان سره کېدونکی د اینده میاشت ټېسټ مېج به منسوخ کړي که چېرې طالبانو جینکو ته د کرکټ لوبولو اجازت ورنکړو.

د رویټرز په وېنا راشد د دغو غیریقیني حالاتو په اړه وویل چې په موجوده وخت کې دغه خبرې په ذهن کې نشته.

او د پاکستان کرکټ کوچ ثقلین شتاق ویلي ټیم به یې د افغانستان سره مېچ په سنجیدګۍ لوبوي.

ثقلېن مشتاق د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل چې ټیم یې د هندوستان او نیوزي لېنډ خلاف د ګټې نه اعتماد ترلاسه کړی دی او هم دا اعتماد په وړاندې بیايي. هغه وویل که د افغانستان او که د بل ټیم په ضد وي لوبډله به یې هم په هغه سطح لوبیږي چې د هندوستان او نیوزي لېنډ خلاف لوبېدلي وه.

بلخوا د T-20 ورلډ کپ په مېچ کې هندوستان نه د پاکستان بریا په لمانځلو هندوستان کې درې کسان ګرفتار شوي او رویټرز خبري ترمخه چارواکو خبرداری کړی که چا د پاکستان په ګټه خوشحالي وکړه نو په ضد به یې د غدارۍ مقدمه درج کولی شي.

ای اېف پي خبري ادارې ویلي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ورته چارواکو وویل د پاکستان په ګټه د خوشحالۍ په الزام پولیس درې مسلمانان او یوه استاذه ګرفتاره کړې ده.

پولیس انسپکتر پوېندره کمار سنګ ای اېف پي ته وویل دغه طالباعلمان چې په بنیادي توګه د کشمیر دي، د اترپردېش په اګره ښار کې نیول شوي دي.

ای اېف پي د مطبوعاتو رپورټونو په بنیاد ویلي د زدکوونکو خلاف مقدمه د هندو قام پرسته ډلو په وېنا درج کړی شوې ده.

نفیسه عطاري چې په پېشه استاذه ده د مغربي هندوستان په اودی پور ښار کې ونیول او بیا په ضمانت ازاده کړی شوه.

د ای اېف پي ترمخه د هندوستان خلاف د پاکستان د مېچ ګټلو وروسته نفیسه عطاري په وټس اېپ و لیکل "مونږوګټه."

ای اېف پي وايي نفیسه عطاري د کار نه لرې کړی شوي ده او هغې په خپل چلند بخښنه غوښتي او ویلي یې دي چې د چا د جذباتو د مجروح کولو اراده یې نه وه.

ځانګړې ویډیوګانې

دولس کلنې سوهانه علي په کم عمرۍ کې د موسيقۍ زدکړې پېل کړې.
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:19 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG