لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پیرس کې د صدر اشرف غني او د وزیراعظم نواز شریف ملاقات


صدر اشرف غني او وزیراعظم نوازشریف په واک کې د راتلو ورسته د خپلو هیوادونو ترمنځ په تیرو وختونو کې د پیچیده او په ځېنې وختونو کې د کړکیچنو تعلقاتو ورسته د نوي دور شورو کولو ژمنې کړې وې
صدر اشرف غني او وزیراعظم نوازشریف په واک کې د راتلو ورسته د خپلو هیوادونو ترمنځ په تیرو وختونو کې د پیچیده او په ځېنې وختونو کې د کړکیچنو تعلقاتو ورسته د نوي دور شورو کولو ژمنې کړې وې

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف او د افغانستان صدر اشرف غني د فرانس سرښار پیرس کې د گل، دوشنبې، په ورځ لیده کاته وکړل او لوظ يي وکړو چې په شریکه به د ملگرتیا، همکارۍ او د امن مقاصد ترلاسه کوي.

د صدر اشرف غني او د وزیراعظم نوازشریف د ملاقات په اړه د پاکستاني وزیراعظم د لخوا جاري شوی بیان وايي دواړه مشرانو د ملگرتیا په تود ماحود کې په پراخه موضوعاتو د خیالاتو تبادله وکړه چې پکې افغانستان کې د امن موضوع ترټولو زیاته د اهمیت وړ وه.

بیان وايي نوازشریف صدر اشرف غني ته ډاډ ورکړو چې پاکستان افغانستان سره د ملگرتیا او د همکارۍ د تعلقاتو خواهش مند دی او غواړي چې افغانستان سره د یو "مساوي او خپلواکه" هیواد په رنگ خپلې چارې ترسره کړي.

وزیراعظم نوازشریف وویل پاکستان دا نظر لري چې د افغانستان د ملی یوالي حکومت د هیواد یوازنی قانوني او په جمهوري توگه منتخبه اداره ده.

نوازشریف افغانستان کې امن دپاره د پاکستان د خیالاتو څرگندونه وکړه او وې ویل افغانستان کې امن د پاکستان په مفاد کې دی.

د وزیراعظم نوازشریف ددفتر نه جاري ‍شوی بیان وايي افغان صدر اشرف غني د پاکستاني وزیراعظم د خیالاتو ستائنه وکړه او وې ویل افغانستان هم پاکستان سره د همکارۍ او ملگرتیا ته لیواله دی او غواړي چې پاکستان سره امن ناک تعلقات برابر وساتي.

صدر اشرف غني او وزیراعظم نوازشریف په واک کې د راتلو ورسته د خپلو هیوادونو ترمنځ په تیرو وختونو کې د پیچیده او په ځېنې وختونو کې د کړکیچنو تعلقاتو ورسته د نوي دور شورو کولو ژمنې کړې وې.

خو بیا د ترهگرۍ د حملو او د افغانستان او پاکستان په پوله د وسله والو د مبینه تگ راتگ په اړه کابل او اسلام آباد د دعوو او جوابي دعوو له قبله د کابل او اسلام اباد تعلقات یو وارې بیا د تاوتریخوالي ښکار شول.

د جولائي په میاشت کې د پاکستان په منځگړیتوب د پاکستان په مري ښار کې د افغان حکومت او طالبانو ترمېنځ نیغ په نیغه د خبرو اترو یو دور هم وشو خو بیا د ملا عمر د مرگ د رپورټونو راتلو ورسته د مذاکراتو دغه عمل د گډوډۍ ښکار شو.

د پیرس په غونډه کې، نوازشریف وویل پاکستان تیار دی چې د افغانانو په ملکیت او مشرۍ کې د افغانستان د امن عمل بیا شورو کړي. "دواړه مشران د هر هغه چا سره په کار کولو متفق شول چې په رسمیت یو سیاسي کردار ادا کولو ته تیار وي او د افغان حکومت سره د هر هغه چا خلاف اقدامات پورته کولی شي چې د امن لار نه خپلوي،" د وزیراعظم نوازشریف دفتر نه جاري بیان وايي.

بیان وايي نوازشریف صدر اشرف غني ته پاکستان کې د ضرب عضب په نوم د وسله والو خلاف روان اپریشن په اړه هم معلومات ورکړل. نواز شریف وویل اپریشن هغه خلک هم په هدف کوي چې افغانستان کې تشدد نه استعمالوي. هغه زیاته کړه ترهگر د دواړو هیوادونو مشترک دښمنان دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG