لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي سفیر، عمران خان ته: د کرکټ هر چال په سیاست کې نشي چلېدلی


د افغان حکومت او افغان سیاستوالو نه وروسته، د امریکا دوو چارواکو هم د پاکستان پر وزیراعظم عمران خان سخت انتقاد کړی چې ولې یې د افغانستان په اړه د موقت حکومت خبره یاده کړې ده.

اول د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد هم ټویټ کړی و او په هغه کې یې د عمران خان وروستۍ تبصرې، رغنده یا گټورې نه وې بللې.

له هغه وروسته، په کابل کې د امریکا سفیر، جان بس، غبرگون ښودلی او په سپورټي انداز کې یې پخپل ټویټر کې لیکلي:

«د کرکټ ځینې خبرې (چالونه) په ډیپلوماسۍ کې ښه چلېدلی شي، او ځیني بیا نشي چلېدلی. عمران خانه، مهمه دا ده چې د افغانستان د سولې د پروسې سره او د دې هیواد له داخلي چارو سره له بال ـ ټمپر څخه ډډه وشي.»

بال ټمپر د کرکټ یوه اصطلاح ده او هغه داسې چې کله یو کرکټ لوبغاړی (فیلډر) په قصده توپ یا بال په سکرېچ کولو یا موښلو، د مقابل ټیم دپاره خراب کړي، نو دې ته بال ټمپر وایي.

په کابل کې د امریکا د سفیر ټویټ د گڼ شمېر افغانانو لخوا ستایل شوی دی، خو د پاکستان له اړخه بیا د بشري حقونو وفاقي وزیرې شیرین مزاري هم د جان بس ټویټ له سره خپور کړی او ورسره یې دا دعوه کړې چې گني د کرکټ په اړه او هم د افغانستان او خطې په اړه، د امریکایي سفیر پوهه ډېره کمه ده.

شیرین مزاري پخپل ټویټ کې امریکایي سفیر په ناپوهۍ تورن کړی او بیا یې دا "ناپوهي" د "خلیلزاد سټایل ټرمپي شرارت" یوه نښه بللې ده.

مگر امرالله صالح چې د افغانستان په راتلونکو انتخاباتو کې د صدر غني د نایب په توگه کاندید دی، پر خپل ټویټر له امریکایي سفیره مننه کړې ده، او لیکلي یې دي:

«مننه سفیره. افغانستان د هغه [عمران خان] یا د هغه د ملک دپاره ډېر دروند بال دی چې په هیڅ ډول یې ټمپر کولای نشي.»

ښاغلي صالح د ولسمشرۍ پر یو کاندید، محمد حنیف اتمر چې د موقت حکومت غو‍ښتونکی دی، هم دا تور لگولی چې په دې خبره کې له پاکستان سره همغږی شوی دی.

بل پلو د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم د شورو یا چهارشنبې په ورځ په کابل کې له خبریالانو سره خبرې وکړې او هلته یې وویل:

«د افغانستان د سولې په لور د ټولو کوښښونو هرکلی کوو، خو هېڅ کله به کوم بل هېواد پرېنږدو چې زمونږ د خلکو د خودارادیت حق وځپي یا د سولې خبرو ته د سهولت ورکولو په بهانه زمونږ حاکمیت ته زیان ورسوي.»

ډاکټر عبدالله زیاته کړې چې موقت حکومت به د افغانستان دپاره هیڅ گټه ونه کړي.

که څه هم د پاکستان د خارجه چارو دفتر د شورو یا چهارشنبې په ورځ یو بیان جاري کړ او هغه کې یې وویل چې د عمران خان له خبرو ناسم برداشت شوی، خو د عمران خان د خبرو په وړاندې غبرگونونه او په اړه یې بحث لا نه دی ختم شوی.

افغان حکومت د پاکستاني سفیر د احضار کولو علاوه، له اسلام آباد نه هم خپل سفیر کابل ته وغوښت.

له امریکا غږ ډېوه سره په خبرو کې، د پاکستان پخوانی سفارتکار رستم شاه مومند وویل چې عمران خان دا خبرې له وخته مخکې کړي او داسې خبرې یې مناسبې نه وې.

خو ښاغلی مومند خوشبینه دی چې د اسلام آباد او کابل ترمنځ تعلقات به زر بیرته پیاوړي شي.

بل پلو یو افغان سیاسي څیړونکی او د پوهنتون پروفیسر، نجیب الله آزاد بیا په دې باور دی چې افغانستان ته په کار وه چې له دې نه هم تند غبرگون وښیي، ځکه دا په دې وروستیو ورځو کې دویم ځل و چې د پاکستان وزیراعظم د افغانستان په اړه "له غرضه ډکه" خبره وکړه او دا د افغانستان په داخلي چارو کې غټه لاسوهنه وه.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG