لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند، پاکستان او افغانستان پر کرکټ لوبو د سیاست سیوری


کرکټ اوس مهال د جنوبي آسیا په هیوادونو کې خورا مینه وال لري، خو د دې سپورټ په زړه پورې لوبې هم، ډیر وخت د سیمې د سیاستونو ښکار شوي او کله کله له زښتو زیاتو حساسیتونو سره ملې وي.

د افغانستان د کرکټ بورډ پخوانی مطبوعاتي سلاکار او پر سیاسي چارو نظر لرونکی، ضیا ودان وایي چې که څه هم په نړۍ کې د ډیر وگړو په آند، لوبې او هنر له سیاسته بیل دي، خو «واقعیت دا دی چې د نړۍ په ځینو ځایونو کې بیا دغسې نه ده. سیاست له کرکټ سره په ډیرو غټو غټو پړیو تړل شوی دی.»

ښاغلي ودان امریکې غږ ډیوه سره د روانو چارو په یوه خپرونه کې، پر پاکستان دا الزام ولگاوه چې گني د ترهگرو د ملاتړ او پر پښتنو باندې د ظلمونو له الزام څخه د ځان خلاصولو په مقصد، کرکټ د یوې وسیلې په توگه کاروي.

بل پلو د د پښتون تحفظ موومنټ یا پي ټي اېم یوه مخکښه او سوشیو ـ پولیټیکل فعاله، ثنا اعجاز هم وویل چې د پاکستان ریاست په تیرو اویاوو کلونو کې کرکټ قسم قسم استعمال کړی دی. هغې د مثال په توگه، د پاکستان او هند ترمنځ د تاریخې جنگ نه پس پیښو ته اشاره وکړه چې پاکستان له هند سره د کرکټ لوبې تر ١٧ کلونو پورې بندې کړلې.

ثنا اعجاز دا هم وویل چې د پاکستان کرکټ بورډ پراخ واک نه لري، او کله چې د هند او افغانستان سره د تعلقاتو او میچونو خبره وي، نو «گرین سیگنل د پاکستان د کورنیو چارو له وزارت او یا له هاغه [اسبلشمنټ] طرفه راځي. کله کله چې کرکټ بورډ فیصله وکړي خو له هاغه طرف نه گرین سیگنل میلاو نشي، نو دوی واپس خپلې فیصلې واخلي.»

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د کرکټ په غوره لیگ یا اې پي ایل کې چې څو ورځې وروسته به یې لوبې پیل شي، یو شمیر پاکستاني لوبغاړي اخیستل شوي و، خو وروسته د پاکستان کرکټ بورډ هغوی په اې پي ایل کې له لوبیدو منعه کړل.

ثنا اعجاز زیاته کړله چې «ریاستونه نفروته هم خوروي او بیا د خپل د سیاست لپاره هغه ختموي هم»، نو له همدې وجهې کله چې د هند او پاکستان ترمنځ له کوم تاوتریخوالي وروسته، د ډیپلوماسي یا د امن خبره شروع شوېده، «نو بیا د هغې شروع له کرکټ نه شوېده.»

بل پلو پر سیمه ییزو چارو نظر لرونکی، په هند کې افغان محصل نظیم سمون هم امریکا غږ ډیوه ریډیو ته وویل چې «د پاکستان او هند ترمنځ لوبې ډیرې زیاتې پولیټیسایز (سیاست وهلې) شوي دي.»

ښاغلي سمون د ایشیا کپ سیالیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبې ته په اشارې سره وویل چې په هغې لوبې کې له یو اړخه ځینو پاکستاني لوبغاړو، د افغان لوبغاړو سره ناخونده چلند وکړ او بل پلو پر سوشل میډیا هم ځینو پاکستانیانو افغانانو ته ترخې خبرې ولیکلې.

نظیم سمون وایي: «دا د دواړو هیوادونو د اړوندو ادارو کرکټ بورډونو یا کرکټ ادارو مسئولیت دی چې دغسې حساسیتونو ته پام وکړي، ځکه د افغانستان، هند، او پاکستان ترمنځ اړیکې په ډیر حساس او نازک تار تړل شوي او خلک ورته ډیر زیات متوجه وي.»

هغه د ځینو پاکستانیانو دې طعنې ته گوته ونیوله چې گني افغان لوبغاړي په پاکستان کې روزل شوي، خو سمون وایي چې دا سیمه انگیرنه نه ده. د هغه په وینا، پخوانیو افغان لوبغاړو په پاکستان کې کرکټ کړی و، خو افغانستان ټیم د راشد خان، مجیب ځدراڼ، او آفتاب علم په شان لوبغاړي لري چې کرکټ یې دننه په افغانستان کې زده کړی او اوس په نړۍ کې پیژندل شوي دي.

د کرکټ او سیاست ترمنځ د اړیکو په اړه د امریکا غږ ډیوه د روانو چارو بشپړه خپرونه دلته اوریدلای شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:54:38 0:00

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG