لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د صادراتو لپاره د واګه بندر پرانیستل شو


د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس جواد دبیر وایي د سپین بولدک او د طورخم بندر سربیره نوي بندرونه د سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شوي چې غلام خان، انګور اډه او په ډنډ پټان ولسوالی کې د خرلاچي بندرونه د یادولو وړ دي
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس جواد دبیر وایي د سپین بولدک او د طورخم بندر سربیره نوي بندرونه د سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شوي چې غلام خان، انګور اډه او په ډنډ پټان ولسوالی کې د خرلاچي بندرونه د یادولو وړ دي

افغان حکومت وایي چې د پاکستان لخوا د افغاني صادراتو لپاره یې د هند سره د واګه بندر لار خلاصه کړه او نن به د واګه بندر څخه د افغان صادارتو نهه موټر د واګه بندر له لارې هند ته ورسیږي.

افغان حکومت وایي چې د دوی د سوداګرۍ روابط له پاکستان سره د کرونا ویروس د خپریدو له وجې ښه نه وو روان خو په دې وروستۍ میاشت کې د افغانستان د سوداګرۍ حالت د پخوا په څېر عادي روان دی.

هغه بندرونه چې مخکې تړل شوي و بیرته ورو ورو پرانیستل کیږی

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس جواد دبیر وایي

د سپین بولدک او د طورخم بندر سربیره نوي بندرونه د سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شوي چې غلام خان، انګور اډه او په ډنډ پټان ولسوالی کې د خرلاچي بندرونه د یادولو وړ دي.

دی وایی هغه ستونزې چې د کراچۍ په لاره کې خنډ وو د پاکستان د دولت له خوا حل شوي او نن یې د افغاني صادراتو لپاره د هند سره د واګه بندر هم د افغاني صادراتو پر مخ پرانیستل شو،

او نن به هغه نهه موټرونه چې افغاني صادرات لیږدوي د واګه بندر څخه تیر شي او هند ته به ورسیږي

ښاغلی دبیر زیاتوي " نن د افغانی صادراتو لپاره د واګه بندر پرانستل شو او د افغاني صادراتو نهه موټرو ته د تورخم بندر له لارې د واګه په طرف اجازه ورکړل شوه او تر اوسه هیڅ قانوني مشکلات وجود نلري خو لا تر اوسه یاد نهه موټرونه ندي رسیدلي خو واګه ته پر لاره دي"

د پاکستان حکومت وایي د افغانستان د صادراتو لپاره یې د واګه بندر د خلاصیدو پریکړه کړي وه او یاد بندر نن د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي د پاره د ټولو تدابیرو په پام کې نیولو سره د افغانستان د صادراتو پر مخ پرانیستل شو.

یاد وزارت وایي پدې کار سره غواړي لدې لارې له افغانستان سره سوداګري بیرته پخواني حالت ته بوځي او دا چاره د دواړو هیوادونو د سیاسي اړیکو د رغیدو سبب هم کیدای شي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي دا پریکړه یې داسې مهال کړي چې د افغانستان ډیری کرنیز توکي او میوې دا وخت رسیږي او غواړي له دې لارو له افغانستان سره سوداګري بېرته پخواني حالت ته بوځي.

ملي سوداګر حاجي لطیف وایي د پاکستان لخوا پدې وروستیو کې د غلام خان، انګور اډې او د پټان خرلاچي بندرونو خلاصول د افغاستان د سودګرو او د افغاستان د اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهمې لارې ګڼي.

حاجي لطیف زیاتوی

"کومې لارې چې خلاصې شوی دي لکه د انګور اډې، خرلاچي او اوس چې د واګه لار د سوداګرو پر مخ پرانستل شوه او افغانستان د هند سره وصل شو نو پدې سره به د افغانستان او هند تر منځ صادرات او واردات په اسانۍ سره تر سره کیږی"

که څه هم له پاکستان سره خلاصې لارې د سوداګرۍ لپاره مهمې او ګټورې دي خو په ټوله کې د کابل او اسلام اباد تر منځ سوداګري تر پخوا ۵۰ سلنه کمه شوې.

دې ته په کتو افغان سوداګر په دې باوري دي چې د پاکستان له خوا افغان سوداګرو ته ستونزې او وخت پر وخت له ټرانزيټي تړونونو سرغړونې د دې سبب شوې چې ډېری افغان سوداګر نورو هېوادونو ته مخه کړي.

د سوداګرۍ او ترانسپورټ پراختیا لپاره افغانستان تر ډېره منځنۍ اسیا ته مخه کړې.

په دې لړ کې د افغانستان، ترکمنستان او ازربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو څو ورځې وړاندې د ویډيويي کنفرانس له لارې په خپلو منځونو کې په اسانه سوداګرۍ، ټرانسپورټ، انرژۍ او پانګونې غږیدلي دي.

او د دریو واړو وزیرانو د یادو چارو په عملي ګامونو غږیدلي چې له مخې به يي له یادو هېوادونو سره د افغانستان سوداګري او ټرانسپورټ لا اسانه شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG