لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نریندر مودي وایي د پلوامې برید یې پر زړه د غوسې اور بل کړی


د هند وزیراعظم، نریندر مودي

د هند وزیراعظم، نریندر مودي د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې په کشمیر کې د شوي خونړي برید له امله، د هند د نورو خلکو په شان هغه هم له غم او غوسې نه ډک دی.

په هغه ځانمرگي برید کې چې تیره اونۍ د هند تر واک لاندې کشمیر په پلوامه سیمه کې پر هندي ځواکونو وشو، لږترلږه ۴٠ کسان ووژل شول.

دغې پیښې نه یوازې د هندي چارواکو غبرگونونه د پاکستان په وړاندې راوپارول، بلکې نړیوالو هم هغه په کلکو ټکو وغندله.

وزیراعظم نریندر مودي چې د اتوار په ورځ یې د هند په بیهار صوبه کې د یو شمیر ترقیاتي منصوبو پرانیسته کوله، د خپلې وینا په سر کې یې د هغو دوو تنو یاد تازه کړ چې د بیهار صوبې سره یې تعلق درلود او په کشمیر کې د وژل شویو ملیشو په ډله کې و.

بیهار ته د نریندر مودي د سفر په ترڅ کې، د هغې صوبې اعلی وزیر نیتیش کمار او نایب یې، سوشیل کمار د پلوامه د پیښې په بدل کې د هند د یو قوي ځواب هیله وښوده.

نریندر مودي ژمنه کړې چې د پلوامه برید ځواب به په لازمه توگه ورکړي او زیاته کړې یې ده چې هندي پوځ ته یې دا اختیار ورکړی چې له سرحده پورې غاړه هم تندلاري وځپي.

په هندي کشمیر کې نن هم ډیری بازارونه تړلي و او پوځیان پر واټونو لیدل کیدل
په هندي کشمیر کې نن هم ډیری بازارونه تړلي و او پوځیان پر واټونو لیدل کیدل

په همدې حال کې هندي رسنیو د چارواکو له قوله ویلي چې ترهگرو په اول کې غوښتل د فرورۍ پر نهمه چې د تندلارو د یو مشر افضل گورو د تلین ورځ وه، او یا هم د فرورۍ پر یوولسمه چې د جیش محمد د مشر، مسعود اظهر د وراره، عثمان حیدر د تلین ورځ وه، په کشمیر کې برید ترسره کړي، خو د ډېری واورې د اورېدو له امله یې په دغو دوو ورځو برید ونشو کړای او بیا یې د فرورۍ پر ١۴مه دا خونړۍ برید ترسره کړ.

بل پلو سلگونو هندي ځواکونو نن د اتوار/یکشنبې په ورځ په کشمیر کې د جیش محمد ډلې د کمانډر محمد عمیر پسې لټون کاوه. باور کیږي چې د پلوامه برید، محمد عمیر پلان کړی و او ځانمرگی بریدگر هم هماغه لمسولی و.

ویل کیږي چې محمد عمیر، په تیر ستمبر کې له پاکستان څخه هندي کشمیر ته وراووښتی و او هلته د جیش محمد ترهگرې ډلې ځایي مشري پرغاړه لري. په کشمیر کې پولیسو رایټرز خبري رسنۍ ته ویلي چې د دوی په گومان، محمد عمیر ښایي اوس د کشمیر په جنوبي برخو کې پټ وي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۱۹ کلونو تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

XS
SM
MD
LG