لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وزیرستان سوداگر وايي د ضرب عضب وروسته د افغانستان سوداگر د پنجاب سره تجارت کوي


غلام خان د پاکستان او افغاستان ترمنځ د تجارت او د خلکو د تگ راتگ زړه لاره ده چې د پاکستان شمالي وزیرستان د افغانستان خوست ولایت سره تړي. په دغه سیمه کې د پښتنو گربز قام اباد دی او د روزگار یوه زریعه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت دی
غلام خان د پاکستان او افغاستان ترمنځ د تجارت او د خلکو د تگ راتگ زړه لاره ده چې د پاکستان شمالي وزیرستان د افغانستان خوست ولایت سره تړي. په دغه سیمه کې د پښتنو گربز قام اباد دی او د روزگار یوه زریعه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت دی

افغان پولې ته څېرمه د ترهگرۍ ځپلي شمالي وزیرستان تاجران وايي د یوکال نه د زیاتې مودې راهسې د افغانستان کاروباریان اوس د غلام خان د لارې د پنجاب د سوداگرو سره نېغ په نېغه تجارت کوي.

د وزیرستان میرعلي د انجمن تاجران صدر ذهېن الله وي او اې ډیوه ته وویل د شمالي وزیرستان تاجرانو به د پنجاب او د پاکستان له نورو برخو نه مالونه راوړل او دغه به یې د غلام خان د لارې بیا افغانستان ته وړل خو اوس دغه کاروباري چارې د افعانستان او پنجاب تاجران خپل ترمنځه کوي.

هغه زیاتوي په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د "ضرب عضب" اپرېشن وروسته ځايي سوداگر دافغانستان سره د تجارت نه ویستل شوي دي.

غلام خان د پاکستان او افغاستان ترمنځ د تجارت او د خلکو د تگ راتگ زړه لاره ده چې د پاکستان شمالي وزیرستان د افغانستان خوست ولایت سره تړي. په دغه سیمه کې د پښتنو گربز قام اباد دی او د روزگار یوه زریعه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت دی.

د شمالي وزیرستان د تاجرانو دغه مشر ذهین الله وايي چې په پوځي عملیاتو کې د شمالي وزیرستان شا او خوا 20,000 لوې او واړه کاروبارونه تباه شوي او له تېر یو کال احتجاج وروسته ورته د پوځي او حکومتی چارواکو د باور ورکولو وروسته هیله مند چې زر به ورته تاوانونه ورکړی شي.

ذهېن الله وویل چې په میر علي کې 3706 ځپلې شوو دکاندارانو د تاوانونو مجموعي معاوضه اته اربه 63 کروړه روپۍ جوړېږي.

دی وايي چې دغه شان په میرانشاه کې د پاسه 7000 دکاندارانو د تاوان لپاره حکومتي فارمونه ډک کړي دي او باور ورته ورکړی شوی دی چې د تاوانونو معاوضه به ورته زر ورکړی شي.

ذهېن الله وايي چې مرکزي حکومت ورته ويلي دي چې د تاوانونو پېسې به ورته اوس د خېبر پښتونخوا حکومت ورکوي ځکه چې دغه سیمې اوس د صوبې د حکومت برخه دي.

د تاجرانو مشر وايي چې په دې لړ کې یې د صوبې د حکوتي ذمه وارو سره ملاقاتونه هم کړي دي او هغوي ورته تسلي ورکړې چې پېسې به ورته زر ورکړې شي.

ده زیاته کړه چې په دته خېل، رزمک او دشمالي وزیرستان زرگونو نورو تاجرانو ته فارمونه ورکړي شوي نه دي ځکه چې حکومت وايي یواځې د غټو بازارنو د کاندارانو ته به معاوضې ورکړی کېږي.

د میرعلي د تاجرانو مشر وايي چې په ضرب عضب عملیاتو کې تر درې نیمو کروړو روپو پورې تاوانونه شوي دي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG