لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان پوځ: په افغانستان کې د امن دپاره کوښښونه د اطمینان وړ دي


په افغانستان کې د سولې دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاویدو باجوه سره په یو ملاقات کې

د پاکستان پوځ په افغانستان کې د امن دپاره په روانو کوښښونو د اطمینان څرګندونه کړې او ويلې یې دي چې د پاکستان پرضد د دښمنانو دسيسې به شنډوي.

د پاکستان د پوځ د عامو اړيکو څانګې اي ايس پي ار لخوا جاري شوي بيان کې ويل شوې چې د ګل، دوشنبې، په ورځ د پوځ د سرلښکر جنرال قمر جاويد باجوه په مشرۍ کې ترسره شوې د پوځي کمانډرانوغنډه کې د افغانستان د جاري امن د بهیر جاج واخېستل شو او تر دې دمه شوي پرمختګ باندې اطمنان څرګند کړی شو.

د پاکستان د پوځي کمانډرانو، د کور کمانډرانو، په غنډه کې په افغانستان کې د امن په عمل د اطمینان څرګندونه په داسې وخت مخې ته راغلې چې په ورستیو ورځو کې د امريکې او د طالب استازو ترمنځ دوحه کې شویو خبرو کې يو څه پرمختګ ښودل شوی دی او ټاکل شوې ده چې د خبرو بل پړاو به د دې مياشت په اخېره کې کيږي.

د پوځ د اعلاميي ترمخه، د کمانډرانو په کانفرنس یا غونډه کې ګدون والو د هېواد د امنيتي صورتحال هم جاج واخېستلو او د دې ترڅنګ یې په کورنیو چارو او په سيمه کې د امن د تينګښت لپاره پورته شویو ورستي ګامونو یې اطمینان ښکاره کړو.

د پوځ بيان کې د پوځ د سرلښکر له قوله ويل شوې چې هېواد کې د دښمنانود سازشونو د ناکامولو هڅې جاري دي او د پاکستان پرضد دسيسې به شنډوي. بیان کې د دا وضاحت نه دی شوی چې دغه "دسیسي" څوک او ولې کوي؟

پوځي سرلښکر دا هم وویل چې د ترهګرو خلاف د ردالفساد د لاندې به عمليات جاري وي او اړين شوې ده چې ولس ته د امن ميوه ور ورسي .

XS
SM
MD
LG