لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: د پاکستاني بېرغ د سپکاوي په تور د افغان کډوال مړی ښخېدو ته نه دی پرېښودل شوی


فايل فوټو
فايل فوټو

د خېبرپښتونخوا د مرکزي ښار پېښور په څوکنو کې د يو افغان کډوال مړی په دې تور په هديره کې ښخېدو ته نه دی پرېښودل شوی چې د ده پلار کله د پېښور نه د کډوالۍ نه بيرته افغانستان ته ستون شوی د پاکستاني بېرغ سپکاوی یې کړی وو.

په پېښور کې د افغان کونسلګرۍ چارواکي تاييدوي چې دغه مړی بيا افغانستان ته لېږل شوی دی.

د پېښور د څوکنو پوليس تاڼې يو افسر (اېس ايي، سب انسپکټر) حسن خان وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، پرون د جمعې په ورځ (18 جون) ورته خبر ترلاسه شوی چې د څوکنو په دريا خان بابا هديره کې جګړه ده، خو وايي چې هلته ورغلو نو د کلي مشرانو ورته وويل چې د دې مړ شوي تن پلار چې کله د تورخم نه واوړېد د پاکستاني بېرغ سپکاوی يې کړی دی.

هغه وويل د کلي مشرانو ته یې وويل چې مړی ښخېدو ته پرېږدي خو وايي هغو کښنستی قبر ډک کړی او مړی يې ښخېدو ته نه دی پرېښودی.

د څوکنو د هديرې د قبر ويډيو چې په ټولنيزو رسنیو خپره شوې يو تن پکې د بېرغ د سپکاوي خبره کوي او وايي دغه مړی دې هند ته ولېږل شي او ځينې نورې دغه ډول خبرې کوي.

د پوليس سرچينې وي او اې ډيوه ته ویلي په ویډيو کې چې خبرې کوي هم دغه تن هدايت الله دی.

هدايت الله چې د څوکنو سره تعلق دی وايي د تعليم په محکمه کې دنده ترسره کوي او هغه هم پرون دغلته ورغلی دی وايي په مقبره کې يې ځای نشته ځکه هلته د بهر مړي نه پرېږدي خو وايي چې يو چا د دغه مړي په اړه ويلي چې پلار يې د پاکستاني بېرغ سپکاوی کړی وو.

په پېښور کې د افغان کډوالو د ځوانانو د کمېټۍ مشر نقيب الله ايوبي وايي دوی په دغه پېښه خبر شوي او د څوکنو نه ورته مالومات ترلاسه شوي چې هغه مړی جلال اباد ته وړل شوی دی.

د پېښور په کونسلګرۍ د افغان کډوالو دپاره کارکوونکي چارواکي وي او اې ډيوه ته د نوم نه څرګندولو وويل ، چې دغه مړی چې ښخېدو ته نه دی پرېښودی شوی دا هغه مړی دی چې نزدې يوه اوونۍ وړاندې په ننګرهار کې کشتۍ ډوبه شوې وه دا مړی سيند راوړلی او د پېښور په ورسک کې نيول شوی وو.

د چارواکي په وېنا د ده ماماګان چې په څوکنو کې اوسي هغو يې پېژندګلو کړې او دغه مړی يې بيا دلته ښخولو خو خلکو نه دی پرېښودی او بيا بيرته لېږل شوی دی.

هغه وويل د دغه مړي کورنۍ د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې اوسيږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) ترمخه د شمېرو ترمخه په پاکستان کې 14 لکه رجسټرډ کډوال ژوند کوي او د غېر رجسټرډ کډوالو شمېره هم په لکونو کې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG