لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاه محمود قرېشي: په افغانستان کې بدلون یو حقیقت دی


د افغانستان د پخواني صدر اشرف غني د حکومت وروسته د افغان سیاسي مشرانو یو پلاوي د پاکستان سفر وکړو
د افغانستان د پخواني صدر اشرف غني د حکومت وروسته د افغان سیاسي مشرانو یو پلاوي د پاکستان سفر وکړو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشې ویلې په افغانستان کې بدلون یو حقیقت دی، پاکستان د افغان ولس سره ولاړ دی او افغان ولس ته پکار دي چې د خپل ملک مسلې هوارې کړي.

قرېشي دغه خبرې په افغانستان کې په ورستي صورتحال غور دپاره د افغانستان د شپږو ګاونډي هیوادونو خارجه وزیرانو انلاین غونډې ته وکړې.

د پاکستان د خارجه وزارت ترمخه په افغانستان کې د ورستي پرمختګونو په اړه دغه غونډه د پاکستان په بلنه وشوه او پکې د چین، ایران، تاجکستان، ترکمانستان او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون وکړو.

غونډې ته وینا کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشې وویل په افغانستان کې مخې ته راتلونکې حالات به په سیمه او ټولې نړۍ اغیز ولري.

شاه محمود قرېشي وویل پکاره ده چې د افغان ولس مرسته وشي، داخبره پکار دې باورې کړی شې چې د افغانستان خاوره به د یو بل هیواد په ضد ونه کارول شي. هغه زیاته کړه د کډوالو راتګ او په پلو امنیت ساتل موجوده چیلنجونه دي-

قرېشي زیاته کړه چې د افغانستان اقتصادې حالاتو د ښېګړې د پاره نړیوالې ټولنه باید کردار ولوبوي-

دغه غونډه په داسې حال کې وشوه چې یوه ورځ وړاندې طالبانو د عبورې حکومت اعلان وکړو.

د اګست په ۱۵مه نیټه په کابل د طالبانو د واک وروسته په افغانستان کې د حالاتو په اړه د سیمې د هیوادونو استازو او سفارتکارانو یوه غونډه د ستمبره په ۵مه نیټه هم شوې وه-

د څېړونکو وینا ده چې ګاونډي هیوادونه د افغانستان په استحکام کې مهم رول لري او دغه هیوادونه یو پر امنه ، مستحکم ، متحد، خپل واکه او سوکاله افغانستان او د ولسونو تر منځ رابطو کې رول لوبولی شي-

د نړیوالو چارو کارپوهه پروفیسر ډاکټر اعجاز خټک د ډیوه سره خبرو کې وايي پاکستان هسې کوي چې ګاونډې هیوادونه د افغانستان نوې حکومت تسلمیولو ته قانع کړي او وايي به چې د افغانستان نوی حکومت تسلیمول به ښه وې او دا به هم غواړې چې د ګاونډې هیوادونو کومې ویرې دې د هغو څه مخنیوې وکړي-

اعجاز خټک زیاتوي چې افغان طالبانو که څه هم طالبانو ژمنه کړې چې خپله خاوره د بل هیواد په ضد کارولو ته نه ورکوي خو ګاونډې هیوادونه ویره لري چې ترهګرې ډلې به د افغانستان ځمکه استعمال کړي. هغه زیاته کړه په اړه به یو واضح تګ لاره خپلولو هیله مند وې-

طالبانو په کابل د واک تر لاسه کولو وروسته پاکستاني چارواکي په بیلا بیلو کچو د نړیوالو هیوادونو سره په رابطه کې دې-

د تیرې میاشتې په ۲۴مه نیټه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د څلورو هېوادونو تاجکستان، ترکمانستان، ازبکستان او ایران سفرو وکړل.

پاکستان د نوي افغان حکومت د تسلیمولو په اړه تر اوسه څه نه ویلي.

د پاکستان د اطلاعاتو وفاقې وزیر فواد چوهدرې د بې بې سی ورلډ سره تېره ورځ مرکه کې وویل د افغانستان حکومت په جوړښت کې پاکستان څه لاس نه لرې، د پاکستان د استخباراتې مشر کابل ته سفر ته پکار دې په دې نظر ونه کتلې شي- او دا چې د طالبانو نوې حکومت منل به د وخت څخه وړاندې خبره وې-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG