لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شهزاد وایي کرکټ‌د افغانستان د پاره،‌او له تبلیغیانو سره لیدل د خپل آخرت دپاره کوي


د افغانستان د کرکټ‌ پیژندل شوی بټسمن شهزاد محمدي د لومړي‌ ځل دپاره له تبلیغي مولانا طارق جمیل سره د خپلې لیدنې په باب وضاحت ورکړ.‌

شهزاد د وایس آف امریکه ډیوه خبریال فواد لامع د دې پوښتنې په ځواب کې چې له مولانا طارق جمیل سره څه ډول رابطه لري،‌ وویل چې: « ما له طارق جمیل سره په اول ځل ولیدل. نه مې ورسره روابط شته، نه مې ورسره تعلق شته». خو هغه دا هم زیاته کړه چې «طارق جمیل صیب یو ډیر ښه سړی دی،‌ یو تبلیغي‌ سړی دی.»

څه موده مخکې پر سوشل میډیا یوه ویډیو راووتله چې په کې شهزاد او د افغانستان ټیم ځیني نور لوبغاړي له مولانا طارق جمیل سره لیدل کیدل.‌ په دوبی کې له مولانا جمیل سره د شهزاد لیدنې او خبرې، د افغانستان د زیاترو خلکو،‌ په خاص ډول د کرکټ مینه والو غوسه او اعتراض راوپاراوه.

په خپره شوې ویډيو کې لیدل کیږي چې شهزاد محمدي مولانا طارق جمیل سره په اردو ژبه خبرې کوي او له هغه څخه دعا غواړي.

مولانا طارق جمیل یو پنجابی پاکستانی تبلیغي دی چې تر اوسه یې زیات شمیر هنرمندان او د سپورټ اتلان د هغه په وینا د فن، هنر او سپورټ نه لاس په سر شوي او د دیني تبلیغ لاره یې نیولې ده.

شهزاد محمدي بیګا شپه له دې خبرې انکار ونه کړ چې تبلیغیانو سره به نه یو ځای کیږي. هغه وویل: «ډاریږئ مه، مونږ که چیرته تبلیغ ته هم لاړ شو، تاسو تبلیغ ته نه رااړوو. بې غمه اوسې.‌ دا ځیني خلک له دې نه ډاریږي چې که چیرته شهزاد محمدي‌ یا کوم بل لوبغاړی تبلیغ ته ولاړل، بیا به مونږ ته هم تبلیغ کوي او مونږ به له دې شیانو نه واوړلو.‌ نو مه ډاریږئ.»

محمد شهزاد همدا راز زیاته کړه چې د تبلیغیانو سره لیده کاته، د خپل آخرت دپاره کوي: «کرکټ‌ د خپل هیواد افغانستان دپاره کوو او د افغانستان خلکو ته کوو او دا تبلیغیانو سره چې میلاویږو،‌ دا خپل د آخرت دپاره کوو. زه خو د افغانانو په ماغزو نه پوهیږم چې دا څه قسم سوچ او فکر لري چې کله مونږ له کوم ملا یا تبلیغي‌ سره میلاو شو نو دوی خپه کیږي.»

شهزاد د خپلو خبرو په بله برخه کې له افغانانو دا ګیله هم وکړه چې کله ښه لوبه ونشي، نو لوبغاړو ته ناوړه ښکنځلې کوي،‌خو بله ورځ چې ښه لوبه وشي، بیا یې د هرکلي‌ دپاره ائیرپورټ (هوایي‌ډګر) ته ورځي.

یو شمیر افغانان پر شهزاد محمدي دا نیوکې هم لري چې د ملي ټیم د یو پیژندل شوي‌ لوبغاړي‌ به حیث ولې خپل وطن کې نه پاته کیږي او تر اوسه یې ولې خپل کور له پاکستان څخه افغانستان ته نه دی راوړی.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ١٦ کلونو تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلیویژن کې خبریال و.

XS
SM
MD
LG