لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاهد افریدی په یو لاکهـ ډالرو د پکتیا ټیم ته واخیستل شو


بولۍ (آکشن) نن په دوبی کې ترسره شوه
بولۍ (آکشن) نن په دوبی کې ترسره شوه

د افغانستان د پریمیئرلیگ د شل آوریزو لوبو دپاره د لوبغاړو د غوره کولو بولۍ، نن په دوبی کې ترسره شوه، چې په هغې کې د پاکستان وتلی کرکټ لوبغاړی، شاهد افریدي، د پکتیا لوبډلې واخیست.

په دې بولۍ (آکشن) کې شاهد افریدي د آیکن په کټگورۍ کې و چې په یو لاکهـ ډالره (یو کروړ او اته ویشت لاکه روپۍ) واخیستل شو.

د شاهد افریدي د اخیستل کیدو نه څو شیبې پس، هغه پخپله په ټویټر کې ولیکل چې د افغانستان په پریمیئرلیگ یا اې پي ایل کې لوبیدلو ته په انتظار دی. شاهد افریدي د افغانستان کرکټ بورډ ته هم د دغو شل آوریزه لوبو په خاطر، مبارکي ورکړې ده.

د شاهد افریدي نه علاوه، په نننۍ بولۍ کې د نړۍ نور وتلي او مشهوره کرکټ لوبغاړي هم د افغانستان پریمیئرلیگ ټیمونو ته واخیستل شول، چې په هغو کې اندره روسل د ننگرهار ټیم، کریس گیل د بلخ ټیم، او برینډن مکولم د کندهار ټیم واخیست. دغه لوبغاړي ټول په آیکن کټگوري کې ؤ چې د هر یوه بیه یې یو لاکهـ ډالره وه.

افغان لوبغاړی، راشد خان هم په همدې کټگورۍ کې، د یو لاکهو ډالرو په بیه، د کابل ټیم ته واخیست شو.

درې نورې کټگورۍ، د ډایمنډ، گولډ، او سیلور وې چې په ترتیب سره یې بیې راټیټیدلې.

د افغانستان پریمیئرلیگ ټي ـ ټونټي کرکټ لوبې به د اکټوبر له پنځمي نیټې څخه په شارجه کې پیلې شي.

د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي هیله من دي چې د شل آوریزو لوبو ټورنمنټونو کې یې لوبې، د نړۍ په ټاپ درېیو ټورنمنټونو کې وشمیرل شي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG