لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په غزني کې تندروه پاکستانیان وژل شوي دي ـ افغان چارواکي


په افغانستان کې د غزني ولایت ځایي چارواکي وایي چې د تیرې یوې هفتې په لړ کې، د پوځي عملیاتو په نتیجه کې له دېرشو زیات پاکستاني وگړي وژل شوي دي.

د غزني د والي ویاند، عارف نوري، امریکا غږ ډېوه ته وویل چې تیره شپه د افغانستان خاصو ځواکونو یا سپیشل فورس چې د خارجي ځواکونو مرسته هم ورسره وه، د غزني د اندړو په ولسوالۍ کې ۴٢ طالبان ووژل چې په کې شاوخوا دېرش تنه یې پاکستانیان و.

ښاغلي نوري زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې د طالبانو ١١ کسان ژوندي هم نیول شوي چې درې تنه یې د پاکستان شهریت لري.

د تیرې یکشنبې/اتوار په ماښام هم غزني ښار ته نږدې د سفنده په نوم یو کلي کې د طالبانو او افغان کومانډو یا خاصو ځواکونو ترمنځ جگړه وشوه چې له امله یې، د افغانستان د دفاع وزارت په وینا، ١١ افغان طالبان او څلور پاکستانيان ووژل شول. په وژل شویو کې یو یې ساجد خان او بل یې اسدالله وزیر نومیده چې ویل کیږي د پاکستان شهریت یې درلود.

پخوا هم افغان چارواکو په کراتو دا ویلي چې د طالبانو په لیکو کې پاکستاني تندروان هم جنگیږي، خو پاکستان او پخپله د طالبانو ډله دا خبره نه مني. پاکستان په دې وروستیو کې د سرحداتو د کنټرول لپاره، د گډې پولې پر زیاترو برخو اغزن تار هم ولگاوه.
پر دې سربیره، پاکستان هم پر افغانستان دا تور لگوي چې گني د تحریک طالبان پاکستان جنگیالي د افغانستان له خاورې پر پاکستاني پوځیانو حملې کوي او بیرته د افغانستان خاورې ته تښتي. مگر افغان حکومت هم دا دعوې ردوي.

افغان چارواکي وایي دا سړی اسدالله وزیر نومیده چې پاکستاني شهریت یې لاره
افغان چارواکي وایي دا سړی اسدالله وزیر نومیده چې پاکستاني شهریت یې لاره

که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو ته لا امیدونه شته، مگر افغانستان کې هره ورځ جنگ جگړې روانې دي. طالبانو د الفتح په نوم او حکومت د خالد په نوم پوځي عملیات پیل کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي چې په میدان وردگ، فراه، ارزگان، او کندهار ولایتونو کې یې ١١۴ طالبان وژلي او زخمیان کړي دي، مگر دا نه ده معلومه چې دومره مرگ ژوبله په یوه ورځ کې طالبانو ته اووښتې که په څو ورځو کې.

طالبانو هم دعوه کړې چې په پکتیکا، پکتیا، لوگر، بغلان، او کندز ولایتونو کې یې حکومتي پوځیانو ته د سر زیانونه اړولي او پوځي گاډي یې ویجاړ کړي دي.

یاده دې وي چې د دواړو اړخونو لخوا د تلفاتو کومې شمیرې چې ورکول کیږي، د کومې خپلواکې سرچینې لخوا یې تایید نه شي کیدای.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG