لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له خلیلزاد او عمران خان سره په اسلام آباد کې د طالبانو ملاقاتونه لغوه شول


طالبانو ویلي چې پاکستان ته د دوی د مذاکراتي ډلې د غړو سفر نه دی شوی او هلته یې له امریکایي پلاوي سره لیدنه لغوه شوې ده.

د طالبانو ویاند نن د اتوار/یکشنبې په ورځ یو بیان جاري کړ او په کې یې وویل چې دوی د فرورۍ میاشتې په ١٨مه په اسلام آباد کې د امریکا له پلاوي سره لیدنې ته آمادگي نیولې وه خو په دې دلیل چې د دوی د مذاکراتي ټیم پر زیاترو غړو د امریکا او ملگرو ملتونو د تورو لستونو له امله د سفر بندیز لگیدلی، نو ټاکل شوې غونډه ځنډېدلې ده.

طالبانو له دې امله خواشیني څرگنده کړې او دا یې هم ویلي چې د غونډې ځنډېدلو کې د دوی ملامتي نشته، ځکه دوی ورته "پوره چمتووالی" نیولی و.

طالبانو مخکې بیان خپور کړی او ویلي یې و چې استازي به یې په اسلام آباد کې به د پاکستان له وزیراعظم، عمران خان سره هم وگوري، خو په تازه بیان کې یې د عمران خان په هکله څه نه دي ویلي او یوازې یې له امریکایي اړخ سره د خپلې لیدلې د لغوه کیدو خبره کړې ده.

همدا راز گنگوسې وې چې ښایي د طالبانو استازي، په پاکستان کې د سعودي عرب له شهزاده محمد بن سلمان سره هم وگوري، خو اوس چې د دوی سفر ناشونی شوی، هم له عمران خان او هم له سعودي شهزاده سره د دوی د ملاقاتونو خبره د اوس دپاره رد شوې گڼل کیږي.

پاکستان ته د افغان طالبانو د مرکچي پلاوي تگ په داسې حال کې لغوه شوی چې افغان حکومت د دغه سفر په باب، ملگرو ملتونو ته یو خط ولیږه او په هغه کې یې شکایت وکړ چې ولې هغو طالبانو ته چې نومونه یې په تور لیست کې شامل دي، د سفرونو اجازه ورکول کیږي.

له قطر څخه پاکستان ته د طالب استازو تگ او له عمران خان سره د هغو د احتمالي ملاقات خبر، په افغانستان کې هم توند غبرگونونه راوپارول. پر سوشل میډیا ډول ډول تبصرې وشوې. زیاترو هغه د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره مداخله وگڼله، او ځینو بیا ویل چې طالب مشران خو دمخه لا په پاکستان کې دي، نو دې ته څه حاجت چې استازي یې له قطر څخه ملاقات ته راغوښتل کیږي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

Recommended

XS
SM
MD
LG