لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمي خلیلزاد د افغان سولې د نوو هڅو لپاره بیا د ۷ هېوادونو سفر پیل کړی


د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد یو تازه سفر پیل کړی دی چې د مارچ له ٢٥مې نه بیا د اپریل تر ١٠مې پورې به دوام ولري. دا ځل به هغه افغانستان، برتانیه، بلجیم، پاکستان، ازبکستان، اردن، او قطر ملکونو ته ولاړ شي.

د امریکا خارجه وزارت یو بیان جاري کړی او ویلي یې دي چې خلیلزاد به په کابل کې له افغان حکومت او نورو افغانانو سره د سلا مشورو په ترڅ کې له طالبانو سره د امریکا د خبرو حال بیان کړي او هغوی به وهڅوي چې یو پراخ بنسټه مذاکراتي ټیم جوړ کړي.

د جاري شوي بیان تر مخې، خلیلزاد به د بین الافغاني مذاکراتو دپاره پر آینده گامونو هم خبرې وکړي.

د امریکا دغه خاص استازی به د واشنگټن له شریکانو او غربي اتحادیانو سره هم ملاقاتونه ولري او هغو ته به د افغانستان د سولې مذاکراتو حال ورکړي.

د خلیلزاد په مشرۍ د امریکایي پلاوي او د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د پلاوي ترمنځ په قطر کې د پنځم پړاو خبرې شپاړس ورځې دوام وکړ او له هغه وروسته، زلمی خلیلزاد امریکې ته ستون شو.

مخکې تر دې چې خلیلزاد خپل د خبرو رپورټ صدر ټرمپ ته وړاندې کړي، د افغانستان د ملي امینت شورا مشر حمد الله محب واشنگټن ته راغی او دلته یې له امریکایي رسنیو سره په مرکو کې، پر خلیلزاد له دې امله نیوکه وکړه چې گني له طالبانوسره په خبرو کې یې خپلې ذاتي گټې په نظر کې نیولي دي.

دامریکا د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي محب دغه څرګندونې په زغرده رد کړې او نوموړی یې د شویو څرګندونو د وضاحت په تړاو وزارت ته ورغوښتی وو.

په قطر کې د طالبانو او امریکاییانو ترمنځ اوږدو خبرو د افغان چارواکو په زړونو کې دا شکونه پیدا کړل چې هسې نه د افغانستان د آیندې دپاره فیصلې شوې وي.

په همدې مهال، په کابل کې د امریکا سفیر ویلي چې په قطر کې له طالبانو سره مذاکرات په دې مانا نه دي چې ګني امریکا د افغانستان د حکومت د ځای ناستي د ټاکلو هلې ځلې کوي.

د امریکا سفیر جان بس د نهې یا سې شنبې په ورځ په کابل کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې له طالب استازو سره د امریکایي پلاوي خبرې په دوو موضوعگانو دي چې د امریکايي ځواکونو او امریکا د بهرنۍ تګلارې په اړه دي.

هغه زیاته کړه: "موږ له طالبانو سره د موقت دولت په اړه خبرې نکوو. موږ له طالبانو سره د افغانستان د اوسني اساسي قانون او یا د اوسني دولت په جوړښت نه غږیږو."

جان بس وویل چې په دې مسایلو باندې خبرې د افغانانو کار دی.

د امریکا سفیر زلمی خلیلزاد "د افغانستان په چارو کې یو مجرب ډیپلومات" وباله او ویې ویل چې هغه د افغانستان د روان کړکیچ د ختمولو لپاره تر" تر بل هر کس" ډېره وړتیا لري.

د دې رپوټ په برابرولو کې افغان سرویس هم مرسته کړې ده

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG