لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت د شاه محمود قریشي وروستۍ څرگندونې په کلکه وغندلې


د افغانستان حکومت د طالبانو د بندي طالبانو د خوشې کولو په باب د پاکستان د خارجه وزیر شاه محمود قریشي وروستۍ څرگندونې "په کلکو ټکو" غندي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن د نهې/سې شنبې په ورځ په یو بیان کې وویل چې د ښاغلي قریشي د وروستیو څرگندونو په تړاو یې رسمي اعتراض، د یو نوټس په ترڅ کې، د پاکستان سفارت ته سپارلی او پکې یې ویلي چې لازمه ده پاکستان د افغانستان په چارو کې "د غیرمسئولانه ویناوو څخه ډډه وکړي".

مخکې تر دې، د پاکستان خارجه وزیر، شاه محمود قریشي، د پاکستان یو شخصي ټيلي وېژن سره خبرو کې ویلي و چې دسولې دتړون په اساس دې افغان صدر محمد اشرف غني د هېواد ګټې په نظر کې ونیسي او طالب بندیان دې له بنده خوشې کړي.

قریشي زیاته کړې وه چې د بندیانو تبادله د سولې په تړون کې شته او بندیان به په یو اړخیز ډول له بنده نه خوشې کیږي بلکې دواړه خواوې به یو د بل بندیان خوشې کوي.

خو تر دې دوه ورځې وړاندې دافغانستان ولسمشر اشرف غني کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي وؤ "د پينځه زره طالب بنديوانو د خوشي کولو په اړه هيڅ ژمنه نه لري او دغه خبره يې وار په وار د ډاکټر خليلزاد سره روښانه کړې ده"

د افغانستان خارجه وزارت د شاه محمود قریشي دې خبرو ته په غبرگون کې ویلي چې لازمه ده پاکستان د ښه گاونډیتوب د سیاستونو له مخې په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د ټینگولو په برخه کې عملي گامونه واخلي.

افغانستان او پاکستان وخت نا وخت پر یو بل دا تورونه لگولي چې گني د یو بل په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي. څو ځله چې افغان صدر محمد اشرف غني د امن پسنده تحریک، پښتون ژغورنې غورځنگ یا پي ټي اېم په پلوۍ ټویټونه کړي، نو پاکستان هغه د خپل په داخلي چارو کې لاسوهنه گڼلې ده، او دا ځل چې د پاکستان خارجه وزیر په کلکه د طالب جنگیالیو د آزادېدو غوښتنه کړې، نو افغانستان هغه پخپلو کورنیو چارو کې د پاکستان دخل اندازي بللې ده.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG