لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سولې بین الافغاني خبرو نوی دور راتلونکې هفته په چین کې پیلیږي ـ طالبان


افغان طالبان وایي چې د سولې د بین الافغاني خبرو نوی دور به آینده هفته کې په چین کې پیل شي.

په افغانستان کې د تشدد وروستیو پیښو او له امله یې درنو مرگ ژوبلو اندېښنې راپارولي، مگر د بین الافغاني خبرو تازه اعلان، د سولې مذاکراتو د بیا پیل کېدو دپاره نوي امیدونه راپیدا کړي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل چې د بین الافغاني خبرو تازه پړاو، د اکټوبر ٢٨مه او ٢٩مه نیټه په پام کې نیول شوی دی.

تر دې یوه ورځ مخکې، د امریکا خارجه وزارت اعلان وکړ چې د افغان سولې دپاره یې خاص استازی زلمی خلیلزاد، د افغانستان جگړې د ختمولو دپاره له اروپاییانو، ناټو چارواکو او د ملگرو ملتونو له متحدینو سره د خبرو په مقصد، بلجیم، فرانس، او روس ته سفر پیل کړی دی.

زلمی خلیلزاد به په مسکو کې له روس او چینایي چارواکو سره هم گوري او د افغانستان د جگړې په ختمولو کې د شریکو گټو پر سر به له هغو سره بحث ولري.

بل اړخ ته، د افغانستان صدارتي ماڼۍ (ارگ) د افغان سولې په اړه د زلمي خلیلزاد تازه سفر ته په غبرګون کې وايي، افغانستان هغه مهال تلپاتې سولې ته رسېدلی شي، چې دغه بهیر د افغانانو په واسطه تر سره شي.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي نن د نهې/سې شنبې په ورځ وویل چې افغانان د تلپاتې او باعزته سولې غوښتونکي دي او افغان حکومت هم سولې ته ژمن دی.

ښاغلي صدیقي پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي:"د افغانستان خلک او دولت د یوې تلپاتې او باعزته سولې غوښتونکي دي، او په ټول وس سره، د سولې هدف ته ژمن دي. سوله، تل د ولسمشر غني لومړیتوب دی او د افغانستان حکومت د سولې ټینگښت ته ژمن دی. زمونږ هېواد هغه وخت یوې تلپاتې او با عزته سولې ته رسیږي چې دا پروسه د افغانستان د دولت (ریاست) له خوا رهبري شي."

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له خلیلزاد سره د خپلې لیدنې په اړه پر ټوېټر لیکلي:"زموږ متحدین د افغانستان څخه ملاتړ ا و په دغه هېواد کې د سوله ییز هواري لپاره د شرایطو برابرلو لپاره ژمن پاتي دي."

زلمی خلیزاد پداسې حال کې دا هڅې بیا پیل کړي چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د سپټمبر پر ۷مه د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرې چې وروستۍ موافقې ته نژدې شوي وې لغوه اعلان کړې.

له بلې خوا د امریکایي رسنیو په وینا د امریکا د دفاع وزیز مارک اسپر هم پدې خاطر افغانستان ته سفر کړی چې د طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پیل کیدو په اړه د افغان چارواکو سره خبرې وکړي .

په دې رپوټ کې د افغانستان سرویس له رپوټ څخه هم معلومات اخیستل شوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG