افغان طالبانو نن د اتوار/یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په ټول افغانستان کې یو موقت اوربند (ډزبندي) ته راضي شوي دي. دا اوربند کیدای شي طالبانو او امریکا ته د سولې د یوې لوظنامې د لاسلیکولو موقع په لاس ورکړي.
د طالبانو چارواکي چې له تازه پرمختگونو آگاه دي، اې پي آژانس ته ویلي، د طالبانو یو هیئت چې د اوربند او د سولې د تړون پر سر د سلا مشورو دپاره له قطر څخه (د ځینو رپوټونو له مخې، پاکستان ته) تللی و، له یوې هفتی سلا مشورو وروسته، بېرته دوحې ته ستون شوی دی.
دغو چارواکو، چې غوښتل نومونه یې وانخیستل شي، دا هم ویلي چې د طالبانو قیادتي شورا پر اوربند هوکړه کړې، او تمه ده چې د طالبانو مشر، ملا هبت الله آخندزاده هم هغه تایید کړي. تر اوسه معلومه نده چې دا لنډمهاله اوربند به د څو ورځو دپاره وي، مگر انتظار دا دی چې د لسو ورځو دپاره وي.
په ورته وخت کې د افغانستان د حکومت له اړخه، د ولسمشر محمد اشرف غني یو سلاکار، وحید عمر ویلي و چې افغان حکومت د گنگوسو پر اساس غبرگون نه څرگندوي او کله چې د طالبانو له اړخه رسما" د اوربند په اړه پرېکړه وشي، نو کابل به خپل دریځ هم څرگند کړي.
تیره ورځ د امریکا مشهورې ورځپاڼې وال سټریټ جرنل د یو طالب چارواکي له خولې پخپل یو راپور کې لیکلي و چې طالبانو د تېرې چارشنبې- شورو له ورځې راهیسې د بلوچستان په کوټه ښار کې د اوربند په تړاو خپلمنځي ناسته کړې ده.
مطبوعات دعوې کوي چې د مولوي شهاب الدین دلاور په مشرۍ پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر موخه په دغه هیواد کې د مېشتو نورو طالب مشرانو سره د اوربند په وړاندیز سلا مشورې کول و.
د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه کومه څرگندونه نده کړې. مخکې تر دې اسلام آباد هېڅکله دا خبره نده منلې چې د طالبانو قیادتي شورا دې په کوئټې ښار کې وي.