لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمرداودزی: پاکستان د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ کوي


د پاکستان د سفر په مهال عمردادزي د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي سره ولیدل
د پاکستان د سفر په مهال عمردادزي د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي سره ولیدل

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشرعمرداود زي امید څرگند کړی چې دپاکستان ذهبي اوملي مشران به دافغانانو په مشرۍ دسولې د پروسې په تړاو بیانونه ورکړي اوهم به عمل وکړي.

پاکستان ته له څلور ورځني سفر وروسته نن د نهې، سې شنبې، په ورځ خبري کنفرانس ته داودزي وویل چې دپاکستان مذهبي مشرانو او دهغه هیواد حکومتي چارواکو ورسره ژمنه کړې چې طالبان به له افغان حکومت سره دسولې مخامخ خبرو ته هڅوي.

داود زي وویل "دهغو خبرو اترو په پایله کې چې دپاکستان له چارواکو اومذهبي مشرانو سره شوې په لومړي ورځ دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت یوه ښه اعلامیه خپره کړه او په هغه کې پرطالبانو غږ وکړ چې دافغانستان حکومت سره دمخامخ خبرو اترونه بغیرد حل بله لاره شتون نه لري اودغه بیان یې یوځل بیا خپور کړ."

داودزي وویل دپاکستان دمذهبي مشر مولانا فضل الرحمن، دعوامي نیشتل پارټي سیاسي ډلې اوپه هغه هیواد کې د ګنو ګوندونو له استازوسره په افغان سوله کې دهمکارۍ په تړاو دې شوي سفر کې لیدلي او پایلې هم ګټورې وې.

په پخوانیو څرګندونو کې د پاکستان مخکښ مذهبي مشر مولانا فضل الرحمن په افغانستان کې روانه جګړه جاییزه ګڼلې وه خو په لومړي ځل یې په خپلو خبرو کې دامریکا په ګډون یې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دسولې دمذاکراتو په ترسره کیدو ټینګار وکړ.

نوموړي په تازه څرګندونو کې له رسنیو سره ویلي "داخلي سوله همره اهمیت لري لکه څومره چې له امریکې سره دهغوی خبرې اهمې دي نو زما خپله رایه دا ده چې د داخلي امن لپاره داخلي مذاکرات هم ډیرضروري دي."

دسولې عالي شورا د دالانشا مشر عمر داود زي دمولانا فضل الرحمن له څرګندونو هرکلۍ وکړاو مننه یې وکړه چې خپل موقف یې بدل کړی دی.

داود زي وویل "مونږ امید واریو چې دپاکستان نورمذهبي،سیاسي او ملي شخصیتونه همدا لارتعقیب کړي او اکثریت یې تعقیب کړې هم ده او له نورو رهبرانو څخه هم توقع لرو چې هم بیان ورکړي اوهم عمل ورباندې وکړي او دیو مسلمان دوست هیواد مسئولیت زمونږ پروړاندې ترسره کړي."

داودزي په داسې حال کې پاکستان ته خپل څلورورځنۍ سفر د لاسته راوړنو ډګ ګڼلی چې دا مهال د افغانستان له اړخه افغان امنیت شورا مشرحمد الله محب سعودي ته په سفر کې دهغه هیواد له چاررواکو سره دافغانانو په مشرۍ دسولې په خبرو، له ترهګرۍ سره په ګډې مبارزې او دکابل او ریاض ترمنځ دهمکاریو په پیا وړتیا خبرې کړي دي.

د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم دسیمې هیواودونو ته خپل سفر جاري ساتلي او له چین او متحده عربي اماراتو ته له سفره وروسته افغانستان ته رسیدلی دی.

بلخوا، طالبانو امریکې سره د خبرو ځنډولو دړکه کړې.

په یو ورستي بیان کې طالبانو وویل "که امریکایان غواړي په ښه نیت مذاکراتو ته راشي او د افغانستان د مسلمان اولس مشروع غوښتنې ومني، په داسې کولو سره مسئله حل کیدای شي؛ خو که د افغانانو مشروع غوښتنو له منلو څخه تیښته کوي او په یوه او بله پلمه، د سولې تر نوم لاندې خپل استعماري او نظامي اهداف له سیاسي لارو تعقیبوي یا د نورو هیوادونو د تطمیع له لارې ناروا فشارونه اچوي، دا معنی لري چې د افغانستان د مسئلې په سوله ایز حل کې دلچسپي نلري."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG