لاس رسیدونکی لینک

 
د بډو رشوتونو په نړیواله درجه بندۍ کې پاکستان لاندې تللی، افغانستان په ١٧٣ درجه ولاړ دی
تازه خبر

د بډو رشوتونو په نړیواله درجه بندۍ کې پاکستان لاندې تللی، افغانستان په ١٧٣ درجه ولاړ دی


د پاکستان وزیراعظم عمران خان سیاسي گوند پاکستان تحریک انصاف د انصاف او هیواد د بډو رشوتونو نه د صفا کولو په انتخابي نعره حکومت ته رسیدلی دی او د واک ترلاسه کولو وروسته عمران په پاکستان کې د مدینې ریاست د قایمولو لوظ کړی دی
د پاکستان وزیراعظم عمران خان سیاسي گوند پاکستان تحریک انصاف د انصاف او هیواد د بډو رشوتونو نه د صفا کولو په انتخابي نعره حکومت ته رسیدلی دی او د واک ترلاسه کولو وروسته عمران په پاکستان کې د مدینې ریاست د قایمولو لوظ کړی دی

په بډو رشوتونو یا کرپشن ساتونکي د نړیوالې ادارې ټرانسپېرنېسي انټرنېشنل په فهرست کې پاکستان درې درجې لاندې تللی دی چې ښايي په هیواد کې د بدعنوانۍ شرح زیاته شوې بلخوا افغانستان د ١٨٠ هېوادونو په دغه نوملړ کې په ١٧٣ درجه ولاړ هیواد دی.

ټرانسپېرنېسي انټرنېشنل د کال ٢٠١٩ په اړه په خپل رپوټ کې وویل د ادارې د شفافیت د ١٠٠ شمېرو په پېمانه پاکستان یوازې ٣٢ شمېرې ترلاسه کړي دي او د ١٨٠ هېوادونو په فهرست کې په ١٢٠ درجه ولاړ دی، د تیر کال په مقابل کې دغه کچه یوه درجه لاندې ده.

د شفافیت د ١٠٠ شمېرو په پېمانه چې د کومو هېوادونو شمېرې کمې وې هغه زیات شفاف یا د کرپشن نه پاک گڼل کېږي. هم دغه ډول چې د درجه بندۍ په فهرست کې چې کوم هېوادونه پورته وي هغه زیات صفا شمېرل کېږي.

څېړونکي وايي د اداري فساد مخنیوی د افغان صدر اشرف غني د حکومت دپاره لویه مسله ده
څېړونکي وايي د اداري فساد مخنیوی د افغان صدر اشرف غني د حکومت دپاره لویه مسله ده

افغانستان د ١٨٠ هېوادونو په فهرست کې په ١٧٣ درجه دی او په ١٠٠ کې ورته ١٦ شمېرې ورکړی شوي دي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان سیاسي گوند پاکستان تحریک انصاف د انصاف او هیواد د بډو رشوتونو نه د صفا کولو په انتخابي نعره حکومت ته رسیدلی دی او د واک ترلاسه کولو وروسته عمران په پاکستان کې د مدینې ریاست د قایمولو لوظ کړی دی.

د عمران خان په حکومت کې د پخواني وزیراعظم نوازشریف، د هغه ځینو سیاسي ملگرو او پخواني صدر اصف زرداري خلاف د بدعنوانۍ مقدمې شروع شوي او سزاگانې هم شوي دي خو د وزیراعظم سیاسي مخالفین وايي د حکومت د احتساب عمل د سیاسي انتقام دپاره شروع کړی شوی دی.

اداره وايي پاکستان په یو شمېر مدونو کې د خارجي سرمایه کارۍ دپاره ځای لري خو په هېواد کې کرپشن یا اداري فساد په دې لړ کې لوې خنډ دی.

او د افغانستان په اړه ټرانسپېرنسي وايي په افغانستان کې اداري فساد هیواد سره د نړیوالې ټولنې په بشر‏ي امداد منفي اثر غورځوي. ادارې په افغان حکومت او نړیوالې ټولې غږ وکړو چې د شفافیت او د احتساب نظام مضبوطولو دپاره دې گامونه پورته کړي.

ټرانسپېرنسي انټرنېشنل "کرپشن" یا ادارې فساد د شخصي گټې دپاره د واک اختیار غلط استعمال ته وايي او د دې کچه، کمه زیاته یا سیاسي کېدلی شي او انحصار یې په دې خبره دی چې د څومر پېسو نقصان شوی او په کوم کې دغه کرپشن شوی دی.

په سمدستي ډول افغانستان او یا پاکستان د ټرانسپېرنسي په رپورټ رد عمل مخې ته نه دی راغلی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG