لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغاستان د پاکستان سره د ټرانزیټ ټرېډ په لوظنامې کې څه غوښتنې لري؟


د پاکستان د سوداګرۍ سلاحکار عبدالرزاق داود هم د اکټوبر په میاشت کې پر خپل ټویټر لیکلي‌ وو چې د پاکستان څخه د کال ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ راهسې صادرات د ۲،۷ بیلیونه ډالرو څخه ۱،۳ بیلیونو ته راکښته شوی
د پاکستان د سوداګرۍ سلاحکار عبدالرزاق داود هم د اکټوبر په میاشت کې پر خپل ټویټر لیکلي‌ وو چې د پاکستان څخه د کال ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ راهسې صادرات د ۲،۷ بیلیونه ډالرو څخه ۱،۳ بیلیونو ته راکښته شوی

د پاکستان د وزیراعظم د اقتصادي چارو او پانګونې سلاکار عبدالرزاق داود په مشرۍ پلاوي د کابل د سفرڅخه دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اړیکو کې د پرمختګ تمې لري.

خو پوښتنه دا ده چې افغانستان د پاکستان سره په ټرانزیټ ټرېډ ډیل کې څه غواړي؟

لومړی: افغانستان د پاکستان له لارې د هند سره ټرانزیټ تجارت لري. له افغانستانه هند ته د سوداګرۍ یا مالونو ډک ټرکونه استول کیږي خو هماغه ټرکونه د هند څخه بېرته خالي رالېږل کیږي ځکه چې ‌پاکستان ورته د دوه اړخیزه تجارت اجازه نه ورکوي‌. افغانستان له پاکستانه غواړي چې دغه ټرکونه بیرته له مالونو ډک افغانستان ته راواستول شي یعني چې د هند سره یې دا تجارت دوه اړخیزه شي.

دویم: افغانستان په دې لوظنامې کې غواړي چې د چمن سره یې تجارتي لاره ۲۴ ساعته خلاصه وي. که څه هم دا مهال دا لاره خلاصه ده خو افغانستان غواړي‌ دا هم په تړون کې شامل وي.

درییم: افغانستان غواړي چې د کراچی ګوادر د لارې د سوداګرۍ ستونزې حل شي. هغه کېنټېنرې چې د کراچۍ له لارې راځي او په بندر د کومې ستونزې له کبله ځنډیږي د هغه کرایه دې نه زیاتوي او د ځنډیدو مخنیوی دې وشي.

څلورم: پاکستان د کراچۍ د بندر له لارې د کېنټېنر د راتللو او رارسیدو حال او معلومات تعقیبولی یا ټرېک کولی شي. خو د ټریکننګ معلومات افغانستان ته نه ښکاري نو افغانستان غواړي چې د کېنټېنرو د ټرېکننګ سیسټم له دوي سره هم شریک شي.

پاکستان له افغانستانه غواړي چې کله مرکزي اسیا سره تجارت کوي نو کېنټینرې دې په ۵ورځو کې بېرته پاکستان ته ورسي.

تاجرانو او کاروباریانو ډیوې ته په بیلا بېلو مرکو کې ویلي چې دوي غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارتي اړیکې وده وموندي ځکه چې په تیرې څه مودې کې کاروبارونه سخت اغېزمنه شوي دي.

د پاکستان د سوداګرۍ سلاحکار عبدالرزاق داود هم د اکټوبر په میاشت کې پر خپل ټویټر لیکلي‌ وو چې د پاکستان څخه د کال ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ راهسې صادرات د ۲،۷ بیلیونه ډالرو څخه ۱،۳ بیلیونو ته راکښته شوی.

خو هغه وايي د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي ‌اړیکو ښه کیدو وروسته د سږ کال په لومړیو درییو میاشتو کې د شاوخوا ۲۵۶ میلیونو ډالرو صادرات شوي چې د تیر کال لومړیو درییو میاشتو په پرتله ۱۶٪ سلنه زیات دی.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ټرانزټ ټرېډ لوظنامه چې په کال ۲۰۱۰م کې شوې د راتلونکي کال ۲۰۲۱ په فرورۍ کې یې موده سرته رسي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG