لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په تورخم کې د زرگونو گاډو د ځنډولو ذمه وار څوک دی، افغانستان که پاکستان؟


په دې وروستیو کې یو شمیر تاجرانو او ټرانسپورټرانو شکایتونه وکړل چې د دوی د مالونو زرگونه گاډي (ټرکونه یا لارۍ) په تورخم کې د افغانستان پلو ایسارې پاته شوي او له دې امله دوی ته درانه زیانونه اووښتي دي.

افغان چارواکي د دغه ځنډ او خنډ ذمه وار، پاکستان گڼي. د افغانستان او پاکستان د تجارت د مشترکه خونې یا چمبر، سي اي او یا اجرائیه رئیس، نقیب الله صافي امریکا غږ ډېوه ته وویل چې د پاکستان نظامي پولیس چې د تورخم په بندر کې دغه لارۍ (ټرکونه) تالاشي کوي، نو پر دې تلاشۍ باندې ډېر وخت لگیږي. د دغه وخت له امله دغه لارۍ ولاړې دي او ډرېوران او ټرانسپورټران مجبوره دي چې په ورځو ورځو انتظار وباسي.

مخکې تر دې د ټرانسپورټرانو له قوله ویل شوي و چې گني د ځنډیو عامل، د افغانستان په خاوره کې د "خاک پولۍ" اخیستل او د افغان چارواکو د کار نیمگړتیا وه.

ښاغلي صافي له ډېوه سره په خبرو کې زیاته کړه چې د افغانستان طرف ته چې کومې لارۍ ولاړې دي، دا د خاک پولي د موضوع له وجهې نه دي ولاړې، بلکې دا هغه لارۍ دي چې د کراچۍ نه یې ټرانزیت مالونه افغانستان ته وړي او او بیرته غواړي چې خالي کانټینرې پاکستان ته ورسوي.

د ښاغلي صافي وینا ده چې لومړی داسې سوچ موجود وو چې گني ستونزه د افغانستان اړخ کې ده. هغه زیاتوي: "د افغانستان او پاکستان مشترکه تجارتي چمبر دا مشکل د افغانستان له اړوندو ادارو سره په سنجیده توگه وڅیړه. په همدې جنورۍ میاشت کې افغان دولت یو کمیشن جوړ کړ او تورخم ته یې ولېږه. پلاوي له پلټنې وروسته معلومه کړه چې د افغانستان اړخ ته هم ځینې وړې ستونزې وې، هغه یې هوارې کړلې، خو عمده مشکل دا وموندل شو چې د پاکستان مامورین، د سرحد په صفري نقطه کې (برابر پر سرحدي خط) گاډي تلاشي کوي."

د افغانستان د مالیې (خزانې) وزارت ویاند شمروز خان مسجدي، وي او اې ډېوه ته وویل چې د خاک پولۍ مسئله، له افغانستان نه د بیرته وتلو فیس یا مالیه نه ده، دا له هغو گاډو په خصوص بهرنیو گاډو څخه اخیستل کیږي چې افغانستان ته رادننه کیږي او بهرني گاډي وي. دا پیسې په ټوله نړۍ کې په مختلفو نومونو اخیستل کیږي، څوک یې د ټرانسپورټ د فیس په نامه اخلي، څوک یې په بل نامه. په افغانستان کې دې ته خاک پولي وايي چې د قانون مطابق اخیستل کیږي او نوی شی نه دی، بلکې په پخوانیو حکومتونو کې هم اخیستل کیده.

ښاغلي مسجدي زیاته کړه چې افغان تاجران هم په کراچۍ او د پاکستان په نورو بندرونو کې د ترانزیټ په نامه فیس ورکوي. هغه زیاته کړه: "مونږ حیران یو چې دا خبره خو د پخوا نه روانه ده، ولې یې اوس په اړه اندیښنې راپارېدلي دي. له څه باندې شلو کالونو راهیسي د افغانستان په خاوره کې له خارجي گاډو دغه فیس اخیستل شوی."

په همدې حال کې د پاکستان له اړخ نه یو تاجر او ټرانسپورټر، مصاحب حسین، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت کوي او مالونه لیږدوي، وایي چې د پاکستاني تاجرانو پر ایکسپورټ باندې، افغانستان په دې وروستیو کې ټیکسونه سېوا کړي دي او ترڅنگ یې بله خبره دا ده چې په افغانستان کې د گمرک اړوند قوانین هم په سمه توگه نه عملي کیږي.

مصاحب حسین زیاتوي چې په خرلاچي بندر کې هم د پاکستان اړخ ته د تاجرانو د پاره "سهولتونه نشته، بینک نشته، اېن ال سي ناست دي پیسې اخلي. تاجران ډېر په تکلیف دي، ځکه گاډي یې کله هفته، کله لس ورځې د گمرک او تالاشۍ دپاره ایسار پاته وي او کله داسې هم وشي چې میوې او سبزي پکې خراب هم شي."

افغان چارواکي بیا سپارښتنه کوي چې پاکستان دې په تورخم کې د لاریو یا ټرکونو د تالاشۍ چارې له پولې لږ څه ورهاخوا ترسره کړي، او ترڅنگ یې، بله لاره دا ده چې په تورخم کې دې د گمرک ادارو کاري ساعتونه زیات شي. د پاکستان وزیراعظم عمران خان په دې وروستیو کې وعده کړې وه و چې د تورخم د گمرک کاروبار به ٢۴ ساعته فعاله کړي، خو تر اوسه دا کار ندی شوی.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG