لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت کې د مېلینونو ډالرو کمی شوی


د افغانستان او د پاکستان ترمنځ د تجارت شایانو زیاتره برخه د طورخم د پولې نه تېریږي
د افغانستان او د پاکستان ترمنځ د تجارت شایانو زیاتره برخه د طورخم د پولې نه تېریږي

د پاکستان او افغانستان ترمنځ تجارت کې په تېرو شپږو کلونو کې د یو نیم ارب ډالرو کمی شوی دی چې له امله یې د زرگونو په شمېره کې خلک بې روزگاره شوې دي.

تاجران وايي د گاونډي هېوادونو ترمنځ د تجارت د کمي په وجوهاتو کې په خېبرپښتونخوا کې په ټېکسونو یا مالیه کې اضافه او په افغان پاکستان ټرانزیټ ټریډ کې پېچیدگۍ شامل دي.

د خیبر پختونخواه د چیمبر اف کامرس اېنډ انډسټري مشر زاهد شنواری د وي او ای ډیوه سره په خبرو کی وویل په موجوده کال کې به افغان پاکستان تجارت ٥٠٠ مېلین ډالرو ته را کم شي.

زاهد شنواري وویل په کال ٢٠١٢ کې د افغان پاکستان تجارت مالیت دوه اشاریه اووه بېلین ته رسېدلی و خو د دواړو هېوادونو ترمنځ پرله پسې د پولې د بندیدو په وجه افغان تاجرانو د پاکستان نه علاوه په نورو لارو پېل کړو.

ښاغلي شنواری زیاته کړه چې د ترانزټ ټریډ په پالیسۍ کی د وارداتو او ټیکسونو په لړ کې مشکلات دي او افغان سوداګر هم د ویزو په لړ کې ستونزو سره مخامخ کیږي.

زاهد شنواري غوښتنه وکړه چې پاکستان باید چې افغانانو ته هم پاکستان ته په راتگ ویزې ورکړي او د افغانستان سره په تجارتي سهولتونه قایم کړي.

یوه ورځ وړاندې د پاکستان د پوځ ترجمان میجر جنرل اصف غفور میډیا ته وویل اوس چې په قبایلي سیمو کې امن راغلی نو د افغانستان او پاکستان تجارت به وده ومومي.

د پاکستان نه افغانستان ته سمنټ، سیخ ښیښه خوراکی سامان او څاروي وړل کیږي خو اوس دغه تجارت ډیر کمی شوی دی. د افغانستان زیات تاجران اوس د ایران د چها بهار بندر د لارې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG