لاس رسیدونکی لینک

 
عمران خان وايي په افغان پاکستان ټرانزېټ ټرېډ کې مسلې دې لرې کړی شي
تازه خبر

عمران خان وايي په افغان پاکستان ټرانزېټ ټرېډ کې مسلې دې لرې کړی شي


د عمران خان دفتر په یو بیان کې وویل پاکستاني وزیراعظم د شورو، چهارشنبې، په ورځ په اسلام اباد کې په ټرانزټ ټرېډ یا تجارت کې د مسلو په اړه د چارواکو سره غونډه وکړه او ویې وېل چې په دې لړ کې موجودې ستونزې دې لرې کړی شي چی دا رنگ د ټرانزټ انتظام نه دواړه هیوادونه گټه پورته کړی شي
د عمران خان دفتر په یو بیان کې وویل پاکستاني وزیراعظم د شورو، چهارشنبې، په ورځ په اسلام اباد کې په ټرانزټ ټرېډ یا تجارت کې د مسلو په اړه د چارواکو سره غونډه وکړه او ویې وېل چې په دې لړ کې موجودې ستونزې دې لرې کړی شي چی دا رنگ د ټرانزټ انتظام نه دواړه هیوادونه گټه پورته کړی شي

وزیراعظم عمران خان ويلي افغان او پاکستاني دې په همکارۍ په ټرانزېټ تجارت کې موجود مشکلات لرې کړي چې دا رنگ د دواړو هېوادونو دوه اړخیزو اقتصادي گټو دپاره حالات برابر شي.

د عمران خان دفتر په یو بیان کې وویل پاکستاني وزیراعظم د شورو، چهارشنبې، په ورځ په اسلام اباد کې په ټرانزټ ټرېډ یا تجارت کې د مسلو په اړه د چارواکو سره غونډه وکړه او ویې وېل چې په دې لړ کې موجودې ستونزې دې لرې کړی شي چی دا رنگ د ټرانزټ انتظام نه دواړه هیوادونه گټه پورته کړی شي.

عمران خان په ټرانزټ ټرېډ کې د مسلو لمنځه وړلو په اړه خبرې په داسې حال کې کړي چې د افغانستان سره کاروبار کونکي تاجران وايي پاکستان چې په خپله پوله د افغانستان ته د تجارتي سامان او د خلکو تگ راتگ دپاره د کمپیوټر کوم نظام پرځای کړی دی له امله یې سوداگر د مشکلاتو سره مخامخ شوې دي.

تېره هفته د افغانستان او پاکستان د تجارت مشترکه خونې یا چېمر مشر خان جان الکوزي وي او ای ډیوه ته وویل پاکستان د افغانستان سره په تجارت کې د انټرنېټ استعمال له امله مشکلات ولاړ شوې دياو که چېرې پاکستاني حکومت نور گامونه اخلي نو په تجارت به منفي اثر غورځېږي.

ښاغلي الکوزي وویل که پاکستان د افغانستان سره تجارت کې موجود مشکلات لرې نکړل نو افغانان به "بل طرف ته تجارت ته مخه کي یا د ایران سره یا د منځنۍ اسیا سره. د هغوی نه به خپل ضروریات راوړي."

د افغانستان او پاکستان په تعلقاتو کې وخت په وخت پیدا کېدونکو کړکېچونو له امله د دواړو ملکونو ترمنځ تجارت کم شوی دی او تېره هفته د وي او ای ډیوه خبریال ریاض حسین په خپل رپورټ کې وویل د دواړ گاونډیانو ترمنځ د تجارت کچه د کال په سر یو نیم ارب ډالرو ته ټیټه شوې ده.

د پاکستان سره په تجارت کې د مشکلاتو له امله افغانستان څو کاله وړاندې د ایران د چابهار بندر دلارې هند سره د تجارت زیاتولو په غرض درې اړخیزه معاهده وکړه.

عمران خان د ټرانزټ ترېډ په اړه غونډې ته وویل پاکستان به افغانستان ته د ترانزټ په انتظام کې سهولت برابروي او د دې نظام نه به دواړه ملکونه گټې ترلاسه کوي.

د عمران خان حکومت افغانستان سره د طورخم لاره د تجارت او خلکو د تگ راتگ دپاره ٢۴ گټنې د خلاصه ساتلو فیصله هم کړې ده.

افغان مامورین وايي پاکستان دې د ترهگرۍ د مخنیوي په لړ کې د افغانستان سره کړې خپلې ژمنې عملي کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG