لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر ټرمپ لانجمنو څرگندونو ته د افغانستان دننه او بهر بېلابېل غبرگونونه


د افغانستان د اوږدې جگړې د ختمولو لپاره په واشنگټن کې د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ په لانجمن بیان باندې افغان حکومت، افغان سیاستمدارانو، امریکایي څیړنکارانو، او افغان طالبانو سخت او بېلابېل غبرگونونه ښودلي دي.

پر سوشل میډیا هم د عامو افغانانو ترمنځ پر دې خبرې تود بحث روان دی او ځینو یې د افغان سیاستوالو ترمنځ د یووالي غږ پورته کړی دی.

صدر ټرمپ ویلي و که یې غوښتل چې د افغانستان جنگ وگټي نو په یوه هفته یا لسو ورځو کې به یې دا جنگ ختم کړی و، خو په دې طریقه به لس میلینه خلک وژل شوي و او افغانستان به د ځمکې له سره ورک شوی و.

د افغان حکومت غبرگون:

افغان حکومت د یو رسمي بیان په جاري کولو سره ویلي چې د دواړو هېوادونو اړیکو ته په کتو یې د ډیپلوماټیکو او دولتونو له لارو له واشنګټن څخه د ټرمپ د څرګندونو په اړه سپیناوی او توضیحات غوښتي دي.

افغان حکومت دا هم ویلي چې "د افغانستان ملت هیڅ بهرني قدرت ته د خپل برخلیک د ټاکلو اجازه نه ده ورکړې او نه به یې ورکړي".

ارګ زیاته کړې چې له امریکا سره یې شراکت او همکاري د متقابلو ګټو او متقابل درناوي په اساس ده.

د افغان سیاستمدارانو غبرگون

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي سخت غبرگون ښودلی او د امریکایي صدر پرونۍ څرگندونې یې "د افغانستان ټولو خلکو ته لوی سپکاوی" گڼلی دی.

ښاغلي کرزي زیاته کړې چې د ټرمپ دغه څرگندونې، "د افغانانو او افغانستان په وړاندې د امریکا د مشرتابه پټ نیتونه څرگندوي او دا ښیي چې دوی ژوندانه او انساني کرامت ته هېڅ درناوی نه لري".

د افغانستان صدارتي انتخاباتو کې کاندید او د ملي امنیت (قامي سلامتیا) پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر هم اعلامیه خپره کړې او په کې یې ویلي چې د افغانستان د ورکولو او د لسو میلینو افغانانو د وژنې په هکله د صدر ټرمپ څرگندونې "د افغانستان د آزادو خلکو له تاریخي افتخاراتو، ملي غرور او عزت سره په تضاد کې دي."

د افغانستان د ملي امنیت (قامي سلامتیا) یو بل پخواني سلاکار ډاکټر رنگین دادفر سپنتا هم د صدر ټرمپ وینا غندلې او هغه یې "وحشتناک او نسل پرست سیاسي پیغام" بللی دی.

د پاکستان دپاره د افغانستان پخواني سفیر او د کابینې مخکیني وزیر، ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال هم پر خپل ټویټر غبرگون ښودلی او ترڅنگ یې مخالفو سیاستمدارانو ته یوه طعنه هم ورکړې ده. هغه ټرمپ ته په خطاب کې لیکلي:

د افغانستان د ملي امنیت (خفیه ادارې) پخوانی مشر رحمت الله نبیل هم د ټرمپ د څرگندونو غندنه کړې او بیا یې د افغانانو ترمنځ د یووالي غږ کړی دی. هغه پخپل یو ټویټ کې لیکلي:

"ټول افغان سیاستوال، په شمول د اشرف غني او د طالبانو مشران، باید خپله خودغرضي یوې خوا ته کړي او اعلان وکړي چې مونږ به خپل منځ کې سوله وکړو او د امریکا/پاکستان منځگړیتوب ته هیڅ ضرورت نشته. مخکې له دې چې بیا ناوخته شي، افغانستان باید وساتل شي."

د افغانستان د مشرانو جرگې (سنېټ) مشر فضل الهادي مسلمیار بیا د امریکې صدر ته د "درواغجن" خطاب کړی او لیکلي یې دي:

امریکایي څیړونکي څه وایي؟

د امریکا د جان هاپکنز یونیورسټي د نړېوالو مطالعاتو یو پروفیسر او سیاسي څیړونکی ډانیل مارکي وایي صدر ټرمپ د افغانستان د موضوع حل ته یوازې له دوه اړخه گوري. پروفیسر مارکي پخپل ټویټر کې لیکلي:

"ټرمپ په تکرار سره په افغانستان کې د امریکې پالیسي داسې ښکاره کوي چې گنې یو اړخ ته (د پاکستان په مرسته) د سوله ییزو مذاکراتو او یا بل اړخ ته د لسو میلیونو بیگناه وگړو د وژنې ترمنځ باید یو انتخاب وشي."

د امریکا د پوځ یو ریټایرډ جنرال، باري آر مکافري په افغانستان کې د لسو میلینو خلکو احتمالي وژل، یو جنایت گڼي. هغه لیکلي: "په اووَل آفیس کې د ټرمپ دا عجیبه بحث چې په افغانستان کې د امریکا لخوا د ایټمي بم د استعمال او لسو میلینه کسانو د وژل کیدو په هکله و، تر ټولو غیرمسوولانه خیالات دي چې تر اوسه له یو امریکایي صدر څخه اورېدل شوي. هیڅ امکان نه لري چې د پوځ مشرانو دې پر دې طریقې لا غور کړی وي. دا به یوه جنایتکارانه طریقه وي."

د طالبانو غبرگون

طالبانو هم نن د نهې/سې شنبې په ورځ خپل بیان جاري کړ او په هغه کې یې د ښاغلي ټرمپ د پرونیو څرگندونو په باب خپل دریځ روښانه کړ.

د طالبانو په بیان کې راغلي: "د ټرمپ دا دريځ چې نه غواړي نور په افغانستان کې د پولیس رول اداء کړي او دا جګړه له یوه بشپړ ملت سره ده چې د دې ملت په ژوند یې نشي ګټلای، مثبت ټکي دي".

خو طالبانو د صدر ټرمپ د دې دعوې په اړه چې که وغواړي نو په یوه هفته کې به جنگ وگټي او لس میلینه وگړي به ووژل شي، ویلي چې دا "بې مسئولیته خبرې دي چې موږ يې په کلکه غندو".

د دغو ټولو غبرگونونو او د افغان حکومت د رسمي بیان په جواب کې تر اوسه د امریکایي چارواکو لخوا څه نه دي ویل شوي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG