لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال آسټېن مېلر: افغانستان جنجالي گاونډیان لري؛ له پاکستان نه ډېرې تمې لرو


په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي پوځي مشرۍ ته تازه نومل شوی جنرال، آسټین سکاټ مېلر، نن د نهې ـ سې شنبې په ورځ، د امریکې د سېنیټ په یوه غونډه کې، وویل چې د افغانستان د جگړې په برخه کې تر ټولو ستر چلېنج دا دی چې افغانستان جنجالي گاونډیان لري.

ډگرجنرال آسټین سکاټ مېلر د صدر ټرمپ لخوا، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ په نوم د ناټو د پوځي ماموریت مشرۍ ته نومول شوی دی، او که د امریکې د سېنیټ لخوا تایید شي، نو په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو د لوی کمانډر په توگه به د جنرال جان نېکلسن ځای ونیسي.

مېلر نن د امریکې د سېنیټ پوځي کمیټې ته پخپلې وینا کې، جنرال نېکلسن ډیر وستایه، او ویې وویل چې د جنرال نېکلسن پر نقش قدم به ځي.

کله چې له جنرال مېلر نه یو سنیټر وپوښتل چې د افغانستان د کشالې تر ټولو غټ چلینج، څه دی؟ نو مېلر د افغانستان گاونډیانو ته گوته ونیوله او ویې ویل: «تر ټولو غټ چلینجونه، گاونډیان دي، او بیا پر داسې یوځای باندې د هغې سیمې د هېوادونو سلا کول چې یو بل سره مرسته وکړي. یقینا" چې امنیتي حالت هم ستونزه ده، د تشدد راکمول یوه دوامدار چلینج دی، (افغان ځواکونو ته) د مشورې ورکولو او مرستې ادامه هم مهم دي. خو بیرته به تر ټولو اهم کار چې موږ یې کوو، یاد کړم او هغه د ترهگرو نابودول دي.»

ډگر جنرال آسټېن مېلر ټینگار وکړ چې پاکستان باید د افغانستان د کړکیچ په حل کې، مرستدویه ونډه ولري. هغه وویل: «زه چې افغانستان ته گورم ـ او ما ښه گڼ شمیر کلونه افغانستان څارلی ـ نو ښکاره خبره ده چې یو ستونزمن ځای دی، او جنجالي گاونډیان لري. زه چې پاکستان ته گورم، پاکستان باید د حل یوه برخه وي، موږ باید د حل د یوې برخې په توگه ورنه ډیرې زیاتې تمې ولرو، نه یواځې د ډیپلوماسۍ له اړخه، بلکې له امنیتي اړخه هم.»

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو مشرۍ ته نومل شوي جنرال، د تندلارو پر مشرانو بریدونه، د پوځي تگلارې یو مهم رکن وباله. کله چې ترې وپوښتل شول چې د پاکستاني طالبانو د مشر، مولانا فضل الرحمن وژل کېدل، د تندلارو پر ختمولو او د حالاتو په قابو کولو کې څومره اغیزمن و، جنرال مېلر وویل: «یقینا" چې پر مشرانو باندې حملې، یو مهم رکن دی. خو دا بریدونه په یواځې سر هرڅه نه شي کولای. دا چې یوه شبکه دې بالکل ختمه شي، نو په کار ده چې هغه شبکه په ډیره ژوره توگه سره وپاشل شي، او بله مهمه دا چې، سیاسي کار هم وشي، او بیا نو کیدای شي هغه په لاسته راوړنو کې وشمارل شي.»

جنرال مېلر په افغانستان کې د یوې سیاسي روغې جوړې دپاره، پوځي فشار هم اړین وباله.

ډگرجنرال آسټېن مېلر پخوا تر دې هم په افغانستان کې پوځي دنده اجرا کړې، او که دا ځل د سېنیټ لخوا تایید شي، نو دا به یې په ژوند کې افغانستان ته څلورم پوځي ماموریت وي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG