لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان سفیر وايي د پاکستاني وزیراعظم سره یې په افغانستان کې د امن په موضوع خبرې وکړې


د سه شنبې په ورځ د پاکستان د ملي امنیت سلاحکار ناصر جنجوعه هم د افغان سفیر زاخیلوال سره په اسلام اباد کې لیدلي وو او په افغانستان کې یې د سولې په بهیر کې د ملاتړ په اړوند د پاکستان دریځ باندې خبرې وکړې
د سه شنبې په ورځ د پاکستان د ملي امنیت سلاحکار ناصر جنجوعه هم د افغان سفیر زاخیلوال سره په اسلام اباد کې لیدلي وو او په افغانستان کې یې د سولې په بهیر کې د ملاتړ په اړوند د پاکستان دریځ باندې خبرې وکړې

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخیلوال د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره په افغانستان کې د امن او د دوو اړخیزو تعلقاتو په موضوع خبرې کړې دي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د پاکستاني وزیراعظم سره د لېدنې ورسته، ښاغلي زاخیلوال په ټویټر پاڼي لیکلي چې د ښاغلي عباسي سره یې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره هڅو او اړیکو د بیا رغولو په ګامونه هم خبرې وکړې.

افغان سفیر وویل د پاکستان وزیراعظم په کابل کې د ځانمرګي برید غندنه وکړه او خپل خواخوږی یې څرګند کړو.

د افغان سفیر او د پاکستاني وزیراعظم ملاقات له هغه وروسته شوی چې تیره اونۍ افغان صدر اشرف غني د پاکستان وزیراعظم ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړه. پاکستاني وزیراعظم دغه بلنه په رسمي توګه منلې او وايي چې ډیر زر به کابل ته سفر وکړي.

تر دې وړاندې، د سه شنبې په ورځ د پاکستان د ملي امنیت سلاحکار ناصر جنجوعه هم د افغان سفیر زاخیلوال سره په اسلام اباد کې لیدلي وو او په افغانستان کې یې د سولې په بهیر کې د ملاتړ په اړوند د پاکستان دریځ باندې خبرې وکړې.

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو سکترې تهمینه جنجوعه ویلي پاکستان د افغان ولسمشر اشرف غني لخوا طالبانو ته د سولې دشوي وړاندیز هرکلی کوي او دافغان دولت او مخالفینو ترمینځ روغه جوړه کې به مرسته هم کوي.

دا میاشت دافغانستان ولسمشر اشرف غني طالبانو ته د سولې بلنه ورکړې اؤ دپاکستان وزیراعظم ښاغلی شاهد خاقان عباسي یې هم دکابل سفر ته دعوت کړی ترڅو افغانستان کې دسولې په هڅو ورسره د نزدې نه خبرې وکړي.

طالبانو تر دې مهاله د اشرف غني د سولې وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی خو امریکایي چارواکي وایي په اسلام اباد یې فشارونه سیوا کړي چې طالبان دافغان دولت سره خبرو ته کښینوي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG