لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په مشورتي لویه جرگه کې به د طالبانو د اختیار لاندې سیمو استازي هم شامل وي


د راتلونکې اونۍ د گل/دوشنبې په ورځ به په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرگه پرانیستل شي چې د منتظمینو په وینا، په هغې کې به شاوخوا ٣٠٠٠ کسان برخه واخلي.

د دغې مشورتي لویې جرگې د تنظیم د کمیټې نایب مشر او د ولسمشر غني سترسلاکار ضیا الحق امرخېل وي او اې ډېوه ته وویل چې د طالبانو د اختیار لاندې سیمو سره تعلق لرونکي استازي هم دوی ته ورپیژندل شوي او په مشورتي لویه جرگه کې به برخه واخلي.

ښاغلي امرخېل وویل دوی طالبانو ته خاصه بلنه نه ده ورکړې، او دا ځل د لویې جرگې استازي حکومت هم نه دي ټاکلي، بلکې په یاده لویه جرگه کې د شاملیدو دپاره معیارونه ټاکل شوي دي.

ضیا الحق امرخېل په دې اړه وضاحت ورکړ او ویې ویل چې د هر ولایت نه، د هماغه ولایت د ولسي جرگې استازي او بیا د هماغو استازو شپږ چنده نور ټاکل شوي د خلکو استازي مشورتي لویې جرگې ته بلل شوي چې د خلکو پخپله خوښه به راځي. هغه زیاته کړه چې په دې توگه، له هغو سیمو څخه چې طالبان پرې واکمن دي، هم د استازو نومونه دوی ته وررسیدلي او تمه ده چې په لویه جرگه کې برخه واخلي.

د ولسمشر غني ستر سلاکار او د مشورتي لویې جرگې د تنظیم د کمیسیون نایب مشر، ضیا الحق امرخېل
د ولسمشر غني ستر سلاکار او د مشورتي لویې جرگې د تنظیم د کمیسیون نایب مشر، ضیا الحق امرخېل

له بل اړخه، طالبانو څو ورځې وړاندې یو بیان جاري کړ او په هغه کې یې مشورتي لویه جرگه، بایکاټ کړله. پر دې سربېره، په کابل کې د حکومت مخالفو یو شمیر سیاسي ډلو هم خپل بایکاټ اعلان کړی، مگر د ولسمشر غني سلاکار، ښاغلی امرخیل وایي له یو شمیر دغو سیاسي ډلو سره خبرې شوي او هغوی گني دې ته حاضر شوي چې په لویې جرگې کې برخه واخلي.

بله مهمه خبره چې ښاغلي امرخېل وکړه، دا وه چې د لویې جرگې برخه والو ته به پوره آزادي ورکړل شي چې هر څه وایي، ودې وایي، او د هیچا خبرې به نه سېنسور کیږي. په دې سره دا اټکل هم کیدای شي چې د طالبانو ځیني خواخوږي د هغو د کنټرول لاندې سیمو څخه په لویه جرگه کې گډون وکړي او د طالبانو په پلوۍ غږ اوچت کړي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG