لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي ډیپلوماته الیس وېلز د پاکستان، هند او بوتان په دوره تللې ده


د جنوبي او مرکزي آسیا په چارو کې د امریکا د خارجه وزارت مرستیاله الیس ویلز، جنوبي آسیا ته په یوه نوې دوره تللې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو بیان جاري کړی او په کې یې لیکلي چې مېرمن وېلز به په دې دورې کې چې د اپرېل له ٢١ نه تر ٣٠مې پورې دوام وکړي، هند، پاکستان، او بوتان ته به ولاړه شي.

د بیان تر مخه، د امریکا دغه جپگوړې ډیپلوماته به په اسلام آباد کې له جگپوړو پاکستاني چارواکو سره وگوري او له هغو سره به د سوداگرۍ، سرمایه کارۍ، او سیمه ییز ثبات په برخو کې پر دوه اړخیزو مسایلو بحث وکړي.

همدا شان الیس وېلز به په نوې ډېلي کې د هند حکومت له جگپوړو چارواکو سره د انډوـ پاسېفیک خطې په برخه کې د هند او امریکا ترمنځ پر همکارۍ خبرې وکړي. همدا راز مېرمن وېلز به د هند او امریکا ترمنځ د وزیرانو په کچه د ٢+٢ ډائیلاگ پر مقدماتو هم خبرې وکړي کوم چې تیر کال پرې هوکړه شوې وه.

د امریکا د خارجه وزارت په بیان کې راغلي چې مېرمن وېلز به په سرښار تیمپو کې د بوتان له چارواکو سره هم پر دې وغږیږي چې څنگه کیدای شي د امریکا او بوتان ترمنځ دوه اړخیز علایق لا پسې ژور او پیاوړي کړای شي.

یاده دې وي چې الیس وېلز د افغانستان د سولې په چارو کې هم ښکېله پاته شوې ده او څه موده مخکې یې په قطر کې د طالبانو له استازو سره هم مخامخ خبرې لرلې وې. مېرمن وېلز د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې، د جنوبي او مرکزي آسیا د برخې مسئوله ده او د دې سیمې پر حالاتو او ثبات هم نظر ساتي.

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG