لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکمتیار:طالبان باید بین الافغاني مذاکراتو ته حاضرشي


په ورستیو کې د جنوبي ایشیا دپاره د امریکې استازې مېرمن اېلس وېلز په کابل کې د حکمتیار سره لېدلي
په ورستیو کې د جنوبي ایشیا دپاره د امریکې استازې مېرمن اېلس وېلز په کابل کې د حکمتیار سره لېدلي

د حزب اسلامي ګوند مشر ګل بدین حکمتیار وايي د سولې له روانې پروسې ملاتړکوي او وسله وال طالبان باید بین الافغاني مذکراتو ته چمتولی څرګند کړي.

نوموړي د مجاهدینود بریا اود کب په ۳مه د کابل د خلکوپاڅون په یاد جوړه شوې غونډې ته په وینا کې وویل طالبان دې اوږدمهاله اوربند وکړي او په افغانستان کې دواک د انتقال یوازې لار شفاف انتخابات دي او له دې پرته بله هیڅ لار شتون نه لري.

حکمتیار وویل طالبان باید له اوربند سره موافقه وکړي اوږد مهال اوربند، نه لنډ مهاله او اوربند د طالبانو لپاره مشکلات لري اودهغوی د جګړې ځواک نه شي کولی د اوږدمهال لپاره خپلې وسلې پرځکمه کیږډي او دجګړې په نه شتون کې دوی خپل موجودیت وساتلي شي.

حکمتیارزیاته کړه د سولې روانې هڅې هغه مهال مثبته پایله ورکوي چې دافغان حکومت په ګډون دجګړې دټولې خواوې اوربند وکړي.

نوموړي زیاته کړه د اوربند پرمهال په هغو سیمو کې چې طالبان اوسیږي او وسلې لري دولت باید د دې ځواک اکمال مسئولیت پرغاړه واخلي په کوم شکل چې دولت خپل امنیتي ځواکونوته معاش ورکوي اکمال یې کوي اود دولت وسله وال مخالفین چې وسلې پرځمکه ږدي او د سولې پروسې سره یو ځای کیږي همدا چلند دې دهغوی ځواکونو سره هم ترسره شي.

حکمتیار وايي په افغانستان کې دجګړېدپای او دسولې لپاره د مثبتو پیل شویو هڅوڅخه ملاتړ کوي اوهمداراز نوموړي د جګړې پرټولو اړخونوغږ وکړچې د سولې لپاره خنډونه رامنځته نه کړي،دجګړې پردوام ټینګار ونه شي ترڅو راتلوونکي انتخابات د روان ناورین د هواري لپاره یوه اغیزمنه اوکټوره وسیله جوړه شي.

نوموړي داهم وویل سولې ته د رسیدو لپاره باید بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او افغانان باید د دې وړتیا پیدا کړي چې دخپلې خاورې په خپله ساتنه وکړای شي او هم دایمي اوعادلانه سوله رامنځته کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG