لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیلزاد: مونږ هر وخت له افغانستانه وتلی شو، خو نه غواړو چې پخوانۍ تېرونې تکرار شي


د افغانستان د سولې دپاره د امریکا ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد زلمي خلیلزاد ویلي چې په افغانستان کې د امن دپاره هڅې روانې دي خو هلته تر ټولو لوی چلېنج، یو بل سره خبرو ته د مخالفو ډلو کېنول دي.

د گل په ورځ اسلام آباد کې د افغان کډوالو په هکله نړېوال کنفرانس ته خپل خطاب کې، د امریکا ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد وینا وه چې د افغانستان د کشالې هواري، انتهایي پېچلې ده، ولې بیا هم هلته د امن لپاره هڅې روانې دي.

خلیلزاد زیاته کړه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د امن لوظنامې له کبله به، بین الافغاني خبرو ته هم لاره هواره شي. هغه وویل: "مونږ له افغانستانه د وتلو دپاره د چا اجازت ته ضرورت نه لرو، امریکا که وغواړي، نو په یو طرفه ډول هم وتلی شي. ټولې هڅې چې مو کړي، په دې خاطر دي چې داسې د سولې یو تړون وکړو چې د نیوېمې لسیزې تېروتنې بیا تکرار نشي.

په دې موقع د پاکستان وزیراعظم، عمران خان، خپل خطاب کې وویل چې د پاکستان پوځ او ولس په افغانستان کې تل پاتې امن غواړي، او "زه له زړه نه غواړم چې په افغانستان کې د امن خبرې کامیابې شي."

عمران خان وویل چې پخوا به د افغانستان په اړه د حکومت یوه، او د پوځ بله پالیسي وه، خو اوس داسې نده. وزیراعظم زیاته کړه: "مونږ د امن پروسې د سهولت دپاره، هر هغه څه چې په وس کې وي، هغه کوو."

بل اړخ ته د ملگرو ملتونو سرمنشي انتونیو گوتېرېش په اسلام آباد کې جوړې شوې دغې غونډې ته وویل چې که د امن خبرې چېرته هم کیږي، نو ملگري ملتونو له د هغې برخې جوړېدل په کار دي، او که چېرته هم ضرورت وي، نو اقوام متحده به په دې کې خپله ونډه ضرور اچوي.

گوتېرېش زیاته کړه: "د افغانستان د کشالې د هواري دپاره، امن تر لاسه کېدل اړین دي. د ترهگرۍ پرضد د جگړې دپاره د افغانستان دننه د خلکو ترمنځه امن اړین دی او باید دی چې بین الافغاني خبرې هم وشي.

ویل کیږي چې امریکا او طالبان د یوې لوظنامې لاسلیک کولو ته نږدې شوي، خو افغان صدر اشرف غني، د افغان سولې په پروسه کې د طالبانو په ارادې شک څرگند کړی او ویلي یې دي چې طالبان باید له پاکستان سره د خپلو اړیکو لرلو په اړه وضاحت وکړي.

په همدې حال کې بي بي سي په قطر کې د طالبانو د یو ویاند سهیل شاهین له قوله رپوټ ورکړی چې گني له امریکا سره د دوی د سولې د لوظنامې خبرې ختمې شوي، لوظنامه او ورسره ضمایم یې هم نهایي شوي، او د همدې میاشتې تر پایه به لوظنامه لاسلیک شي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG