لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پس د درېیو کلونو به سبا په ټول افغانستان کې د پولیو څاڅکو کمپېن پیل شي


افغانستان کې د طالبانو حکومت لاندې د صحت وزارت وایي چې په ټول ملک کې د پولیو مرض په وړاندې د قطرو ورکولو څلور ورځېنی مهم به سر د ګل/دوشنبې پیل شي او دې کې به ټولو هغو ماشومانو ته څاڅکي ورکړل شي چې عمرونه یې د پنځو کلونو نه ښکته وي.

په تېرو درېیو کلونو کې، وړاندې تر دې چې طالبان په افغانستان قبضه ولګوي، د ملک په ځینو برخو کې چې د دې ډلې په اختیار کې و، د پولیو وېکسین ټیمونو ته یې اجازت نه ورکاوه چې کور په کور وګرځي او ماشومانو ته قطرې ورکړي. طالبانو په مبینه توګه ګومان کاوه چې ممکن د وېکسین ټیمونو کارکنان به د مغربي ملکونو او یا د پخواني افغان حکومت جاسوسان وي.

د طالبانو له اړخه په دې کمپینونو باندې د دغه ډول پابندیو له امله، تېرو کلونو کې شاوخوا دري دېرش (۳۳) لاکهه افغان ماشومان د پولیو له قطرو محرومه پاته شوي و.

د طالبانو په حکومت کې د صحت نګران وزیر ډاکټر قلندر عباد وویل: "بغیر د کوم شک نه، پولیو یو داسې مرض دی چې که یې علاج ونشي، نو یا به زمونږ ماشومان مړه کوي او یا به دایمي معذوریت ورپه برخه کوي، نو په دې برخه کې یوازینۍ طریقه دا ده چې وېکسینونه ورکړل شي."

افغانستان او پاکستان چې سره ګاونډيان دي، په ټوله نړۍ کې یوازیني دوه ملکونه دي چې هلته کې اوس هم د پولیو مرض خورېدونکی پاته دی او دا مرض کولی شي هلته ماشومان معذوره کړي. د ۲۰۱۰ کال راهیسي افغانستان کې هر کال د پولیو وېکسین مهمونه ترسره کیږي، خو د جنګ جګړو او طالبانو د پابندیو له امله په ټول افغانستان کې د دې مهمونو عملي کول ستونزمن شوي و. د کمپینونو اکثره کارکنانې ښځې دي، ځکه کور په کور ګرځېدو کې نورو زنانو او ماشومانو ته د هغوی رسایي آسانه ده.

دا ځل په څلور ورځېني کمپین کې دا هدف ټاکل شوی چې د افغانستان قریب لس میلینه ماشومانو ته چې عمرونه یې د پنځو کلونو ښکته دي، پولیو قطرې ورکړی شي، او دې کې به هغه دري دېرش لاکهه ماشومان هم شامل وي چې د ۲۰۱۸ کال راهیسي د پولیو وېکسین نه محرومه پاته شوي و.

د طالبانو د حکومت په صحت وزارت کې د پولیو سره د مقابلې د څانګې یو چارواکي نېک ولي شاه مومن وویل: "د اېمیونایزېشن (وېکسین کولو) د نړېوالو ورځو په لړ کې په هېواد کې د پنځو کلونو عمر ښکته ماشومانو ته قطرې ورکول، یو ډېر لوی کار دی. د صحت وزارت دپاره دا ممکنه نده چې دغه کار دې په یوازې سر، په کامیابۍ ترسره کړي، نو مونږ د ټولو ادارو مرستې ته اړتیا لرو."

یاده دې وي چې د پولیو د وېکسین مهمونه، د مالي اړخه، د ملګرو ملتونو په مرسته ترسره کیږي. طالبانو ویلي د دې مهم ملاتړ کوي، او داسې ښکاري چې په دې کار سره غواړي نړېوالې برادرۍ ته وښي چې دوی بین الاقوامي تنظیمونو سره همکارۍ ته لېواله دي.

طالبان چې ډېر کلونه یې د افغانستان له مخکیني نظام او نړېوالو قوتونو سره جنګ جګړې کړي او په زور سره یې افغانستان باندې ولقه لګولې ده، اوس کوشش کوي چې د نړۍ ملکونه د دوی حکومت په رسمیت وپېژني. هغوی دا هڅه هم کوي چې افغانستان سره د نړېوالو امداد بیا بحاله شي، ځکه د افغانستان اقتصاد سخت ځپل شوی او دې برخه کې طالبان چې اوس حکومتداري ورترغاړې ده، له لویو ستونزو سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG