لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اشرف غني د سمنگان والي د دندې څخه گوښه کړی خو والي د نافرمانۍ اعلان کړی


د سمنگان پخوانی والي
د سمنگان پخوانی والي

د بلخ د والي عطامحمد نور ورسته د سمنگان والي عبدالکریم خدام هم د هغه د گوښه کولو د صدر اشرف غني د امر نه منلو اعلان کړی دی او ویلي یې دي چې مرکزي حکومت د هغه د لرې کولو اختیار نه لري.

په ولایتي حکومتونو کې د اصلاحاتو په خاطر صدر اشرف غني د خالي، شنبې، په ورځ د شپږ ولایتونو د نوو والیانو د ټاکلو اعلان وکړو چې پکې د سمنگان دپاره هم نوی والي ټاکل شوی و.

مرکزي حکومت د سمنگان دپاره د عبدالطیف ابراهیمي د ټاکنې اعلان وکړو چې تعلق یې پخوا د گلبدین حکمتیار حزب اسلامي افغانستان سره پاتې شوی دی.

خو عبدالکریم خدام چې کال وړاندې گمارل شوی و، د هغه د لرې کولو د صدر اشرف غني د امر منلو څخه انکاري دی.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ د سمنگان په مرکز ایبک کې د خبرې غونډې په مهال عبدالکریم خدام وویل هغه به د والي په توگه خپله دنده دوامداره ساتي او د هغه د لرې کولو اختیار یوازې په ولایت کې میشته د ترکمن قام سره دی. په سیاسي توگه ښاغلی خدام د جمیعت اسلامي سره دی.

د ښاغلی خدام نه وړاندې د بلخ والي عطا محمد نور هم د هغه د لرې کولو د صدر اشرف غني د امری پرضد په خپله څوکۍ ناست دی. صدر اشرف غني د ډسمبر په میاشت کې د هغه د گوښه کولو امر کړی و خو عطا محمد نور یې د منلو نه انکار کړی دی او تر دا دخت په خپله څوکۍ ناست دی. عطامحمد نور هم د جمیعت اسلامي گوند سره تعلق لري.

عطا محمد نور په صدر اشرف غني الزام لگوي چې حکومتي څوکو ته د قامیت په بنیاد د خلکو ټاکنه کوي خو افغان صدر دغه الزام ردوي.

ښاغلي نور اعلان کړی دی چې د پلویانو د ٢٠٠٠٠ موټرو په بدرگه کې به پایتخت کابل ته او د فرورۍ د ٢٧ مې نېټې نه به هلته درې ورځنی احتجاج پیل کوي.

په کابل کې احتجاج په داسې حال کې کیدونکی دی چې د فرورۍ په ٢٨ مه نیټه به په پایتخت کې په افغانستان کې د امن او د طالبانو سره د مفاهمت په موضوع یوه نړي واله غونډه هم کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG