لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان کې صدراتي ټاکنې درې میاشتې وځنډیدې


په افغانستان کې د ټاکنو کمېشن چارواکو اعلان کړی د افغانستان صدارتي ټاکنې يې د جولايي میاشتې ۲۰مې نېټې پورې ځنډولي.

د اتوار یا یکشنبې په ورځ د ټاکنو ازاد کمېشن مشر ویلي د دریو میاشتو پورې د انتخاباتو ځنډیدو سره به ادارو ته موقع په لاس ورشي چې یو شمیر تکنیکي ستونزې حل کړي، د انتخاباتو لپاره پوره تیارۍ ونیسي او نور اصلاحات وکړی شي.

د کمېشن مشر ګلاجان بدیع صیاد په کابل کې خبریالانو ته ویلي په افغانستان کې صدارتي ټاکنې د کال ۲۰۱۹م د اپریل په میاشت کې ټاکل شوې وې، خو د یخنۍ سخت موسم، امنیتي چېلنجونو او مالي ستونزو لکبله د ټاکنو لپاره پکار سامان تیارول او بیا په وخت ټولو ولایتونو ته رسول ګران وو نو ځکه دغه ټاکنې ځنډوي.

نوموړي زیاته کړې د افغانستان په غزني ولایت کې به د ایالتي شورا او اولسوالیو ټاکڼې هم د صدارتي ټاکنو په ورځ ترسره کیږي.

د افغانستان صدر ډاکټر اشرف غني څوک چې په دویم ځل هم صدارتي ټاکنو ته ځان کاندید کړی، د ټاکنو کمېشن دغه اعلان هرکلی کړی. صدر اشرف غني وړاندې ویلي وو، صدراتي ټاکنې به په خپل وخت ترسره کیږي.

د اتوار یا یکشنبې د ورځې دغه اعلان په داسې وخت شوی چې د افغانستان د ټاکنو ازاد کمېشن لا هم د اکتوبر په میاشت کې شوي لانجمنو پارلیماني ټاکنو راېې شمیري.

د اکتوبر په میاشت کې شوي پارلیماني ټاکنو کې د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې انتخابات ترسره شوي وو. تر دې دمه د افغانستان د ټاکنو کمېشن د ۳۱ ولایتونو د انتخاباتو لومړۍ نتېجې اعلان کړي.

د افغانستان په غزني ولایت کې د بد امنۍ او په یو شمیر ولسوالیو د وسله والو طالبانو اثر له امله په دغه ولایت کې پارلیماني ټاکنې نه دي ترسره شوي.

د افغانستان انتخابي کمېشن په دغه ولایت کې د نسلي ډلو په اساس د پارلیماني غړو د ټاکلو په راولاړه لانجه هم دغلته د انتخاباتو د ځنډولو خبره کړې ده.

د اکتوبر په میاشت کې د افغانستان په پارلیماني ټاکنو کې په ټاکنیزو مرکزونو یا پولنګ سټېشنو د ډیر وخت انتظار، په ووټرلسټونو یا فهرستونو کې غلطیو، په بایومېټرک مشینونو کې خرابیانو او د وسله والو لخوا د انتخابانو ځنډولو ګواښونو د یادو ټاکنو په پاکوالي شکونه او د خلکو لخوا نېوکې سېوا کړي دي.

د افغانستان د ټاکنو ازاد کمېشن مشر صیاد ویلي اداره يې کوښښ کوي دغه ټولې خطاګانې سمې کړي او دغه شکایتونه بیا وه نه شي او بې پلوه انتخابات ترسره شي.

په افغانستان کې بیا یوشمیر څیړنکاران د صدارتي ټاکنو ځنډیدل د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو اترو سره تړي چې د افغان جګړې ختمولو لپاره څه لار راوباسي.

د دغه پوهانو په وینا د انتخاباتو ځنډیدل به د افغانستان لپاره د امریکا خصوصي استازي زلمي خلیل زاد له موقع ورکړي چې د کابل حکومت او افغان طالبانو تر منځه خبرو اترو ته لار هواره کړي.

په کال ۲۰۱۴م کې شوي افغان صدراتي ټاکنو کې هم په لویه کچه د درغلیو تورونه لږیدلي وو او د انتخاباتو وروسته صدر اشرف غني او د هغه مخالفه کاندید عبدالله عبدالله د بریا دعوې کړې وې.

د دغې وروسته راپورته شوې لانجه کې امریکا بیا مداخلت وکړو او د دواړه تر منځه یوه لوظنامه وشوه چې وروسته بیا په کابل کې یو ګډ یا شریک حکومت جوړ شو.

XS
SM
MD
LG