لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټی اېم مشر منظور پشتین د گرفتارۍ خلاف د افغانستان په بېلا بېلو ښارونو کې مظاهرې وشوې


منظور پشتین
منظور پشتین

دپاکستان امنیتي ځواکونولخوا دپښتون ژونې دغورځنګ دمشر منظور پښتین ګرفتاري په افغانستان کې له پراخو غبرګونو سره مخامخ شوه.

د نهې، سه شنبې، په ورځ کابل ننګرهار،پکتیا پکتیکا لوګر،غزني کندهار کنړ ولایتونوسلګونو اوسیدونکو پراخې مظاهرې ترسره کړې.

لاریون کوونکو ویلي منظورپښتون په افغانستان او سیمه کې پراخ فکري شعوري ټولنو اود ولسونو ملاتړله ځان سره لري اونیول کیدل یې دنړۍ د سوله ییزو مبارزو پرضد عمل دی.

دافغنستان سویلي خوست ولایت کې هم دنورو ولایتونو په څیر سلګونو مدني فعالانو او ځوانانو لخوا دمنظور پیښتین په ملاتړ او دهغه دنیول کیدو پرضد یې په لاریون کې برخه واخیسته.

دلاریو یوبل تن ګډونوال استاز فرید قربان وايي امنیتي ادارو منظور پښتین او دهغه ملګري په دې خاطر نیولی چې د بیان ازدی اود پښتونو د ژوند دبنیادي حقونو دترلاسه کیدو لپاره مبارزکوله.

نوموړي ویلي دمنظور پښتن نیول کیدل دقانون خلاف دی او که یې غوښتونو ته پاملرنه ونشي په سیمه او نړۍ کې به دپاکستان پرضد د کرکې اونفرت کچه نوره هم زیاته شي.

قربان ویلي منظور پښتون دعدم تشدد په فلسپه ولاړ انسادی او دپښتونو دحقونوترلاسه کیدو لپاره یې پرحقه مبارزه کوله او دهغه دنیولو اقدام ټول بشري او نړیوال حقوق ترپښولاندې شوي دي.

دلاریون درهبرۍ لخوا په چمتوشوې اعلامیه کې نیجب وثیق له نړیوالو او دبشري حقونو د ملاتړ له ادارو غوښتنه وکړه چې دمنظور پښتین او د هغه دنورونیول شویوملګرو دخلاصیدو لپاره همکاري وکړي.

هغه وویل:((په ټولو نړیوالو ادارو چې هغوی دحقوق بشراو مدنیت لپاره کارکوي دننی غونډې ګډونوالو غوښتنه ده چې د منظور پښتین اود هغه ملګرو دخلاصدو لپاره دې پرپاکستان فشار راوړي ترڅو هغوی ژره ترژره له قید څخه ازاد شي.))

دافغانستان ولسمشر اشرف غني په ګډون د مشرانو جرګې ريیس فضل الهادي مسلیم یارپخوانی ولسمشر حامد کرزي او د بښنې نړیوال سازمان د پي ټي ایم د مشر منظور پښتین پرنیول کیدو خواشیني ښودلې او ویلي دي چې له لسواکه حرکتونو څخه باید ملاتړوشي او له اړوندو ادارو د پي ټیم ایم د مشرد ازادولو غوښتنه یې مطرح کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG