پاکستان دخپل گاونډي هيواد افغانستان څخه غوښتنه کړې ده چې تيره اوونۍ دپاکستاني طالبانو دتحريک نيول شوى يو مهم طالب کمانډر مولوي فقيرمحمد دې هغوي ته وسپارل شي.
خو افغانستان دمولوي فقير محمد دسپارلو په اړه داسلام اباد ددغه غوښتنې منلو څخه انکار کړى دى.
دپاکستان دخارجه دفتر وياند معظم علي خان تيره ورځ په اسلام اباد کې داووۀ نيزحال احوال تيرولو په مهال ميډيا ته وويل” مونږ هيله لرو چې څومره زر ممکنه وي هغه به پاکستان ته وسپارل شي ، ځکه چې هغه پخپلو لاسونو دگڼو بې گناه پاکستانيانو وينه لري“
خو دافغانستان خارجه وزارت دپاکستان دغه غوښتنه مسترد کړې اؤ وئيلي يې دي چې ددواړو هيوادونو ترمينځ دبنديانو يو بل ته دراکړې ورکړې په اړه کوم تړون نشته.
دافغانستان دخارجه وزارت وياند جانان موسي زئي په يو بيان کې وئيلي دي چې په لندن کې اوس اوس دپاکستان، افغانستان اؤ برطانيې ترمينځ ترسره شوې درې اړخيزه غونډه کې اسلام اباد دکابل له لوري دځينو طالب بنديانو دسپارنې غوښتنه مسترد کړې وه.
دافغانستان دخارجه وزارت وياند وائي” دافغانستان حکومت دپاکستان حکومت څخه دنيول شوؤ طالب بنديانو دخوشې کولو غوښتنه کړې ، ترڅو هغوي دافغانستان دامن اؤ جوړجاړي په عمل کې برخه واخستل شي، پاکستان ددې په ځواب کې وئيلي وؤ چې هغوي به طالب بنديان افغانستان ته نۀ سپاري ځکه چې ددواړو هيوادونو ترمينځ دبنديانو دسپارلو په اړه کوم تړون نشته“
موسي زئي وائي چې افغان حکومت اوس هم باوري کوي چې افغانستان ته دافغاني طالب بنديانو سپارل ، دافغانستان دامن عمل په گټي دي اؤ زياته کړې يې ده چې په دغه معامله پاکستان سره نورو خبرو اترو ته چمتو دي.
هغه وائي چې دافغان حکومت لخوا دميډيا راپورونو ترمخه ديو تن دنيولو په اړه پلټنې روانې دي
افغان چارواکو څو ورځې دمخه اعلان کړى ؤ چې دپاکستاني طالبانو دتحريک پخوانى مرستيال اؤ په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې دطالبانو مشر مولوي فقيرمحمد يې د ننگرهار بټي کوټ اولسوالۍ کې دخپلو څلورو نورو ملگرو شاهد عمر، مولانا حکيم الله باجوړي، مولانا ترابي اؤ فاتح سره نيولي دي.
دافغانستان دبهرنو چارو وزير ځلمي رسول دمولوي فقيرمحمد دنيولو په اړه په رسمي توگه دپاکستان خارجه وزيره حنا رباني کهر دشورو په شپه په ټيليفوني خبرو کې خبر کړې ده.
پاکستان دهغه نيول دترهه گرۍ په ضد همکارۍ کې ددواړو هيوادونو ترمينځ اړيکو کې دښه والي يوه نخښه گرځولې ده.
دخارجه دفتر وياند وويل پاکستان هيله لري چې ټول هاغه عناصر چې دپاکستان په ضد هلو ځلو کې ککړ اؤ په افغانستان کې يې پناه اخستې به ونيول شي اؤ پاکستان ته به وسپارلى شي.
هغه په کونړ اؤ نورستان ولايتونونو کې دپاکستاني طالبانو په موجودگۍ انديښنه څرگنده کړه او وې وئيل چې ددغو ځائيونو څخه هغوي دپاکستان دبې ثباته کولو لپاره خپله فعاليتونه ترسره کوي.
دوه کاله دمخه دجنورۍ اؤ جولا ئي په مياشتو کې مولوي فقيرمحمد په ريډيو خپلو خبرو کې ادعا کړې دباجوړ په کليو کې يې دپاکستاني پوځيانو په پوستو دوه بريدونه ترسره کړي.
مولوي فقيرمحمد دتحريک طالبان پاکستان يو فعاله کمانډر اؤ په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې دطالبانو امير دى، خو حکومت سره دټي ټي پي دترسره شوؤ امن مذاکراتو په اړه ميډيا ته په بيان جاري کولو هغه پاکستاني طالبانو تيرکال دخپلې عهدې څخه برطرف کړى ؤ.
ټي ټي پي دپاکستان دحکومت سره دامن مذاکراتو ترديد کړى اؤ دفقيرمحمد پځايې يې ملا دادالله په باجوړ کې دطالبانو مشر نومولى دى.
تيرکال داگست په مياشت کې افغانستان کې دنيټو يوه فضائي حمله کې د دادالله دوژل کيدو وروستو فقيرمحمد يوځل بيا باجوړ کې دطالبانو دتحريک مشري سمبال کړې وه.
پاکستان کې په امنيتي ځواکونو دترسره شوؤ گڼ شمير بريدونو پړه په مولوي فقيراچول شوې ده.
څيړونکو هيله څرگنده کړې ده چې دمولوي فقيرمحمد دنيول کيدو سره به دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ اړيکو کې ښه والى راشي.
په تيرو وختونو کې دپاکستان حکومت دپولې پورې غاړې دپټو پاکستاني طالبانو په ضد افغانستان څخه دکارروايۍ غوښتنې کړي دي اؤ افغان حکومت دريځ لري چې پاکستان کې پټ طالبان دهغوي په خاوره بريدونو کې ککړدي.