لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان د پاکستان هغه دعوه رد کړې چې ګنې افغان عسکر پاکستان ته اوښتي


د افغانستان حکومت د پاکستان د پوځ هغه دعوه رد کړې چې د کونړ ولایت نه یو شمېر افغان عسکر د پاکستان چترال سېمې ته اوښتي دي.

د افغانستان د ځواکونو ویاند اجمل عمر شېنواري نن په کابل کې خبریالانو ته ويلي ٫٫ دا رېښتیا نه ده چې زمونږ پوځیان کوم هیواد ته پناه وړي وي، هغه هم پاکستان ته. هغه حساسیت چې د افغانستان خلک، په تیره زمونږ پوځیان یې د پاکستان په وړاندې لري ټولو ته ښکاره دی.٬٬

د پاکستان پوځ ویلي، د افغان ملي اردو په خواست يې د چترال په اروند سېکټر 46 افغان سرتيرو ته پناه او خوندي لار ورکړې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزير شېخ رشید وايي افغان سرتيرو ته تسليم شوي يا کډوال ويل مناسب نه دي. نوموړي په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وېنا کې په دوه ورځو کې به افغان حکومت ته دغه سرتيري وسپاري.

د پاکستان پوځ نن د ګل/دوشنبې په ورځ (26 جولايۍ) ويلي، تيره شپه د افغانستان سره په پوله د چترال په اروند سېکټر د افغانستان د ملي اردو کمانډر د پاکستان د پوځ نه د افغان امنیتي سرتيرو دپار د پناه او د خوندي لارې خواست کړی او بيا د پینځه افغان افسرانو په ګډون 46 سرتيرو ته پناه او خوندي لار ورکړی شوې ده.

د پاکستان پوځ د دغو سرتيرو د خواست په اړه دومره ويلي چې دغه سرتيري په افغانستان کې د امنيت د بدلېدونکو حالاتو له امله د پاکستان او افغانستان په نړيواله پوله په خپلو پوستو پرېښودو مجبور شوي دي.

د افغان سرتيرو پاکستان پله د راوړېدو خبر په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې په افغانستان کې طالبانو بريدونو ته زور ورکړی دی.

په افغانستان کې طالبانو بریدونو ته زور وروسته له هغې ورکړی چې امریکا او نړيوالو ځواکونو د مې د مياشتې څخه د افغانستان نه وتل پېل کړي دي.

د پاکستان پوځ ويلي له دې وړاندې يې هم په لومړۍ جولايۍ 35 افغان سرتيرو ته په نړیواله پوله پناه ورکړې او بيا يې افغان حکومت ته سپارلي وو.

د روانې میاشتې په سر کې هم داسې خبرونه مخې ته راغلي وو چې شاوخوا 1600 افغان عسکر د طالبانو د پرمختګ وروسته، د بدخشان له ولایته تاجکستان ته وراوښتي وو.

او د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب هغه وخت ويلي وو چې تاجکستان ته تللي افغان عسکر بېرته افغانستان ته راوستل کیږي او هغوی به بیا هم د افغانستان په حکومتي ځواک کې د طالبانو په ضد جنګ کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG