لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان ته د بهر نه د پېسو انتقال کم شوی او په ملک کې غربت زیات شوی


د افغانستان د پخواني حکومت د ختمېدو وروسته په افغانستان کې د بېنک نظام په مکمله توګه وځنډېدلو او اکثر افغانان خپلې پېسې نشوې راوېستلې. خو اوس د بېنکونو نظام په جزوي توګه بحال شوی دی، افغانان هره هفته څه لږې پېسې د خپل اکاونټ نه وېستلی شي
د افغانستان د پخواني حکومت د ختمېدو وروسته په افغانستان کې د بېنک نظام په مکمله توګه وځنډېدلو او اکثر افغانان خپلې پېسې نشوې راوېستلې. خو اوس د بېنکونو نظام په جزوي توګه بحال شوی دی، افغانان هره هفته څه لږې پېسې د خپل اکاونټ نه وېستلی شي

احمد نذیر د خپلې مور د علاج دپاره یوه هفته مخکې امریکې نه افغانستان ته شپږ سوه ډالر لېږلې وې خو دغه پېسې دا مهال په یو داسې مالي نظام کې نښتې دي چې نړیوالو اقتصادي بندیزو مفلوج کړی دی.

نذیر وايي هغه دپاره د ۲۳ ډالرو په ادا کولو د خپل ټېلې فون دلارې افغانستان ته پېسې استول اسان کار و خو بل اړخته حالات پېچيده دي.

په افغانستان کې د نذیر ورور به پېسې ترلاسه کوي خو مخکې به هغه د بېنک سره خپل نوم درج کوي او بیا به انتظار کوي چې پېسې واخلي.

بېنک د دوو سوو ډالرو نه زیاتې پېسې نشي ورکولی نو ځکه به د نذیر ورور په افغانستان کې هغه ته لېږل شوې ۶۰۰ ډالر په دریو قسطونو کې ترلاسه کوي.

د نذیر ورور ته به ډالر نه بلکې افغانۍ ورکول کېږي. د ډالر د نرخ ټاکنه د افغانستان مرکزي بېنک کوي او د ډالر په مقابل کې د افغانۍ د تبادلې شرح د عام بازار نه ټیټه وي.

د افغانستان د پخواني حکومت د ختمېدو وروسته په افغانستان کې د بېنک نظام په مکمله توګه وځنډېدلو او اکثر افغانان خپلې پېسې نشوې راوېستلې. خو اوس د بېنکونو نظام په جزوي توګه بحال شوی دی، افغانان هره هفته څه لږې پېسې د خپل اکاونټ نه وېستلی شي.

په طالبانو د نړیوالو بندیزونو له امله د عامو افغانانو دپاره بهر نه په افغانستان کې بېنک ته نېِغ په نېغه د پېسو انتقال ممکن نه دی او افغانستان ته د پېسو لېږلو دپاره خلک زیاتره مني ګرام او وېسټرن یونین استعمالوي.

د وېسټرن یونین یو نماینده وي او ای ته وویل که څه هم افغانستان ته د پېسو لېږلو کچه د ځنډ نه د وړاندې سطحې ته نه دی رسېدلې خو دا مهال پکې خو په موجوده وخت کې پکې څه مسلې نشته.

افغانستان ته د پېسو لېږلو حواله نظام هم شته چې غیر رسمي دی او په قانوني توګه لانجمن ګڼل کېږي.

د طالبانو د بیا واکمنېدو نه مخکې هم افغانستان د دنیا په پېنځو غریبو ملکونو کې شامل و او د ابادۍ قریباً نیمايي برخه یې د خوراک د کمي سره مخامخ وه.

طالبانو د واکمنۍ نه یو کال وروسته امدادي کارکونکي وايي ټول افغانان اوس په غربت کې ژوند کوي.

د ګڼ شمېر افغانانو دپاره د امدن بنیادي زریعه د بهر نه ور لېږل شوي پېسې دي چې خپلوان او ملګري يې ورلېږي.

د ورلډ بېنک ترمخه په ۲۰۲۰ کې بهر مېشته افغانانو خپل ملک ته قریباً ۸۰۰ مېلین ډالر استولې وې. تېر کال دغه پېسې ۳۰۰ مېلین ډالرو ته کمې شوې وې.

امدادي ادارې وايي په افغانستان کې د خلکو د ژوند دارومدار د بهر په پېسو دی او ضرورت یې د مخکې نه زیات دا وخت دی.

امدادي ادارې انټرنېشنل رېسکیو کمېټي تیره هفته خبرداری وکړو چې په افغانستان کې اقتصادي بحران د تېرو شلونو کلونو د جنګ نه زیات خلک وژلی شي.

د ايي ار سي یو نماینده وي او ای ته وویل د پخواني حکومت د ختمېدو سره سم د افغانستان د قامي امدن ۴۰ فیصد برخه او د قومي اخراجاتو ۷۵ فیصد برخه لکه شپه په شپه ختمه شوه او یو ملک هم داسې ډول صورتحال سره د مخامخ کېدو اقتصاد توان نه لري.

په افغانستان کې د حالاتو د بهتر کولو په غرض ملګرو ملتونو د سږ کال دپاره نړیوالې ټولنې نه د څلور بېلین ډالرو غوښتنه کړې خو مرسته کونکو د اګست د میاشت پورې د نیمي نه هم د کمو پېسو لوظونه کړي دي.

په تېر یو کال کې امریکې افغانستان سره د ۷۰۰ مېلین ډالرو بشري امداد کړی دی او امریکايي چارواکو ویلي د افغانستان د منجمد اووه بېلین ډالرو نیمايي پېسې افغانستان ته د ورکولو دپاره لارې چارې لټوي چې د طالبانو لاسونو ته ورنشي.

خو داسې څه اثار نه لیدل کېږي چې په طالبانو لګول شوي بندیزونه به لېرې کړی شي. د مېرمنو د حقونو د بې احترامۍ او د انساني حقونو د سرغړونو په سر د طالبانو په حکومت په نړیواله کچه تنقیدونه کولی شي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال اکمل داوی د خبر نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG