لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندوستان ته کډه شوي د سېک ټولنې غړيي وايي په افغانستان کې حالات خراب وو


د وي او ای رپورټ وايي افغانستان نه د سېکانو ته وتلو ورستۍ لړۍ د سږ کال د جون په میاشت کې په کابل کې په یوه ګوردواره د حملې وروسته شروع شوه. په دغه حمله کې یو تن وژل شوی او اووه نور زخمیان شوي دي. داعش د حملې ذمه واري منلې ده.
د وي او ای رپورټ وايي افغانستان نه د سېکانو ته وتلو ورستۍ لړۍ د سږ کال د جون په میاشت کې په کابل کې په یوه ګوردواره د حملې وروسته شروع شوه. په دغه حمله کې یو تن وژل شوی او اووه نور زخمیان شوي دي. داعش د حملې ذمه واري منلې ده.

هربنس سنګ دا مهال د هندوستان سر ښار نوي دلي په یوه ګوردواره کې په عارضي ډول ورځې شپې تېروي، وايي شکر ادا کوي چې د خپلې کورنۍ ترڅنګ د افغانستان نه په وتلو کې کامیاب شوی دی.

شپېته کلن سنګ په نوي دلي کې وي او ای ته وايي کورونه او دوکانونه يې پرېښودي او هندوستان ته خالي لاس رارسېدلي دي. هلته (په افغانستان کې) حالات ډير خراب دي.

سنګ، د هغه زوی او د کورنۍ نور غړي د ۵۵ نورو سيکانو په ډله کې شامل وو چې د سېپټمبر په اخېره کې د افغانستان نه هندوستان ته رسېدلي دي.

هندوستان ته تللي سېکان وايي د سېګ ټولنې د شمار یو څو کسان به دا خت په افغانستان کې پاتې وي خو زیاتره نورو سېکانو افغانستان پرېښودی دی.

د وي او ای رپورټ وايي په یو وخت کې په افغانستان کې په رزګونو سېکان اباد وو او د نونسوه اتیام په لسيزه کې يې ښه مستقل کاروبارونه چلول خو په افغانستان کې د جنګونو او د زورول کېدو د ویرو له امله زیاتره سېکان د افغانستان نه وتلي دي او تېر کال د اګست په میاشت کې چې کله طالبانو بیا په افغانستان واک ترلاسه کړو نو په افغانستان کې یو څو سوه سېکان موجود وو.

د رپورټ ترمخه، که څه هم طالبانو سېکانو ته ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې دې پاتې شي او خو دغه ټولنه تشویش لري چې د تشدد هدف به شي.

د وي او ای رپورټ وايي افغانستان نه د سېکانو ته وتلو ورستۍ لړۍ د سږ کال د جون په میاشت کې په کابل کې په یوه ګوردواره د حملې وروسته شروع شوه. په دغه حمله کې یو تن وژل شوی او اووه نور زخمیان شوي دي. داعش د حملې ذمه واري منلې ده.

طالبانو د واکمنېدو نه مخکې هم داعش د سېکانو په ګوردوارو د حملو ذمه واري منلې ده.

په دې تصویر کې د ګس (چپ) لاس نه هربنس سنګ ناست ليدل کېږي
په دې تصویر کې د ګس (چپ) لاس نه هربنس سنګ ناست ليدل کېږي

د هربنس سنګ زوی هرمندر سنګ وايي د تسلۍ خبره ده چې اوس د چاودنو او د ډزو په ویره کې ژوند نه کوي چې د هغه په قول د افغانستان په جلال اباد ښار کې عامه خبره وه.

د وي او ای رپورټ وايي د هندوستان حکومت افغانستان نه د سېکانو او هندوانو په وتلي کې مرسته کړې ده، ویزې او په هندوستان کې د پاتې کېدو اجازت نامې يې ورکړي دي او افغانستان نه د راويستلو دپاره يې سېکانو او هندوانو دپاره د خصوصي پروازونو انتظام کړی دی.

هربنس سنګ او د هغه زوی د دې نه مخکې هندوستان ته نه ووتللي، وايي په هندوستان کې ځان محفوظ ګني.

د نوي دلي په کومه ګوردواره کې چې دوی عارضي وخت تېروي د ډیر وخت راهسې د هغو سېکانو لومړۍ اډه ده چې د افغانستان هند ته ور ورسېږي.

د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس په افغانستان کې اقتصادي بحران هم سېکان چې زیاترو کاروبارونه کول، په هجرت مجبور کړل.

هربنس سنګ په جلال اباد کې د مصالحو دوکان و. په افغانستان کې د سېک ټولنې ګڼ شمېر غړي دوکانداران وو.

هرمندر سنګ وايي په تېر یو کال کې په افغانستان کې حالات خراب وو، ګډوډي وه او کاروبار يې کم شوی و او دوو ماشومانو يې تعلیم هم نشو ترلاسه کولی، استاذ نه و.

د وي او ای رپورټ وايي که څه هم د افغانستان ته هند ته رسېدلي دغه سېکان اوس په امن کې دي خو مستقبل به یې اسان نه وي او د هندوستان د شهریت ترلاسه کولو لاره يې هم د غیریقینۍ سره مخامخ ده.

د افغانستان نه هندوستان ته رسېدونکو سېکانو ته په ګورو ارجن دیو جي نومې ګوردواره کې پناه ورکول کېږي. د دې ګوردوارې پرتاپ سنګ وايي د افغانستان نه راغلي سېکان د مخمصي ښکار دي، په افغانستان کې به يې وې چې دوی د هندوستان دي او په هندوستان کې ځان ته افغانان وايي. مونږ د کوم ځای یوو؟ مونږ ته نه ده معلومه چې چېرته لاړ شوو یا څه وکړوو؟ هېڅ مستقل مې نشته.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې انجانا پاسریشا د رپورټ نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG