د برطانيي حکومت ویلي په لندن کې د افغانستان سفارتخانه تړل کېږي ځکه چې طالبان یې نه مني. د ناروی په سرښار اوسلو کې به هم د افغانستان سفارتخانه د د سېپټمبر په ۱۲ نېټه وتړل شي. دا خبر مشال رېډیو ورکړی دی.
د برطانيي فارن افس یا خارجه وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل افغان سفارت ځکه تړل کېږي چې طالبانو یې عمله لرې کړه. برطايي د طالبانو حکومت نه دی منلی.
افغان سفیر زلمي رسول په اېکس یو پوسټ کې وویل د کوربه ملک په غوښتنه به افغان سفارت د سېپټمبر په ۲۷ نېټه دروازې وتړي.
د برطانيي حکومت او نه هم افغان سفیر دا وویل چې د سفارت د عملې اینده به څه وي.
د کال ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د هېواد د مغربي ملکونو حمایت یافته حکومت سفارتکاران د غېر یقيني صورتحال سره مخامخ شول.
په یورپ او په ځینو نورو ځایونو کې افغان سفارتخانو خپل کار دوامداره ساتلی و خو په کابل کې طالب چارواکو په پې د همکارۍ نه کولو الزام لګولو. طالبانو په پاکستان او چین کې د خپلو سفیرانو د ګمارل کېدو منظوري ورکړې ده.
په لندن کې افغان سفارت د تړلو د برطانيي د فېصلې نه مخکې د طالبانو حکومت د جولای په میاشت کې اعلان وکړو چې په برطانیه او په ۱۳ نورو زیاتره يورپي ملکونو کې د پخواني حکومت سفارتخانو جاري کړي دستاوېزات به نه مني.
د افغانستان د واکمنو طالبانو ګڼ شمېر مشران د سفري د بندیزونو سره مخامخ دي او یو ملک هم لا د طالبانو حکومت نه دی تسلیم کړی خو د پاکستان، ترکي، قطر او چین په شمول ځینې ملکونه په کابل کې سفارتخانې لري.
برطانیه او نور مغربي ملکون کوښښونه کوي چې د طالبانو حکومت د منلو بغېر افغانستان ته انساني امداد ورکړي. په افغانستان د بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او جینکو په تعلیم، کار روزګار او شخصي ازادیو ګڼ شمېر قدغنونه لګولي دي.
مشال رېډیو په خپله وېب پاڼه یو خبر کې وویل په اوسلو کې افغان سفارت د سېپټېمبر پر نهمه ناوخته په یوه اعلامیه کې د سفارت د تړل کېدو اعلان وکړو او ويې وېل دا ګام د ناروی حکومت په غوښتنه اخیستل کېږي. سفارت وویل وداني به د ناوری د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شي.
مشال وویل په اوسلو کې د سفارت وداني د افغانستان ملکیت دی
Forum