لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان طالبانو اؤ چین حکومتي چارواکي د واخان کوریډور په پرانیستلو غږېدلي


په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت او د چين چارواکي په بیجنګ کې د واخان کوريډور د اهميت، احتمالي ګټو او د دې کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو غږیدلي دي.

د طالبانو د حکومت اؤ د چین د بهرنيو چارو د وزارتونو د اړوندو سياسي څانګو په مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې د رابطې ميکانيزمونو درېيمه ناسته په بیجينګ کې شوې ده.

څېړونکي وایي د واخان کوریډور په پرانیستو کې د افغان طالبانو حکومت زیاته خوښي لري اؤ چین که د طالبانو د زړه ساتلو لپاره د واخان کوریډور پرانیستو ته اماده هم شي خو د امنیت له پلوه به یې د اندېښنې پر خپل ځای پاتې وي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، په بیجنګ کې د طالبانو د حکومت اؤ چینایي چارواکو تر منځ ترسره شوې غونډه کې د واخان کوریډور د پرانستو په امکاناتو اؤ ګټو خبرې شوې دي خو هغه په دې اړه نور وضاحت نه دی کړی چې ددغه لارې پرانستو عمده ګټې به افغانستان ته څه وي اؤ چین ته به کومه ګټه په لاس ورشي.

په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال ښاغلی طاهر خان وي او ای ډيوه ته وایي د واخان لارې پرانستل کېدو سره به د کابل اؤ بینجنګ ترمنځ نیغ په نېغه تجارت پېل شي.

هغه وایي دا لاره به د تجارت لپاره ډیره ستره نه وي ځکه چې د چین برمدات اؤ صادرات نورو هیوادونو ته ډیر زیات دي خو بیا به هم ددې لارې یو سمبولیک ارزښت وي.

طاهر خان وایي افغانستان کې د طالبانو حکومت دا ګڼي چې که د وا خان لاره پرانستل شي نو افغان طالبان به هم دا ووایي چې اوس د دوي یوازې په یو یا په دوؤ هیوادونو د راهدارۍ تجارت اډاڼه پاتې نه دی بلکې نورې لارې هم ورسره شته.

د طاهر خان په خبره چین د افغانستان بدخشان ولایت سره لګیدلې د خپلې صوبې سنګیانګ له پلوه یو شمیر امنیتي اندېښنې لري "اؤ که چرې د طالبانو په خوښه د واخان کوریډور ته زړه ښه کړي نو هم ګمان نه کووم چې به دا ګنې د تجارت یوه لویه لاره وي"

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وایي په بینجنګ کې ترسره شوې په دې ناسته کې د بشري مرستو د ميکانيزم په برخه کې په تېرو دوو نيمو کلونو کې د طبيعي پېښو، د زوره د راستنو شوو کډوالو د ځای پر ځای کولو او د روغتيا په برخه کې د چين مرستو ته کتنه وشوه.

د طالبانو د خارجه وزارت د ویاند له مخې ،افغان پلاوي د چين د مرستو د مؤثريت د لا زياتېدو په موخه خپل وړانديزونه او سلا مشورې چينايي اړوندو لوريو سره شريک کړي دي اؤ چينايي لوري ژمنه وکړه چې افغانستان سره د چين بشري مرستې به د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو په پام کې نيولو سره تنظيم کړي.

د ویاند له مخې ،چينايي لوري همداراز ژمنه وکړچې افغانستان ته په زوره د ورستنو کړل شوو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين د سل میلیونه يوانو مرستو کې به د افغان لوري وړانديزونه په پام کې ونيسي.

همداراز د چين سره صليب ټولنې ژمنه کړې ده چې په چين کې د افغان ماشومانو د زړه د ناروغيو د درملنې د بيا پيلولو لپاره زمينه برابره کړي.

عبدالقهار بلخي په ایکس رسنۍ خپور کړي خپل بیان کې ویلي ،په دې ناسته کې د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي په ځانګړې توګه چين ته د لا زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، ظرفيت لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداگرۍ په برخه کې د چين د پانګونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې شوۍ دي.

غونډه کې دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزو له صادراتو وروسته د انارو د صادراتو د زمينې برابرولو هرکلی وکړو.

افغان لوري د چين په ملاتړ د طالبانو د حکومت په ګڼو وزارتونو او ادارو کې د ملکي مامورينو د ظرفيت لوړونې د روزنيزو پروګرامونو هرکلی وکړو.

پر دې سربيره، چينايي لوري ژمنه وکړه چې د افغانستان له اړتيا سره سم به افغان افغان زده‌ کوونکو ته د سکالرشپونو لړۍ پراخه کړي.

ویاند ویلي په دې ناسته کې د واخان کوريډور د اهميت او احتمالي ګټو او د دې کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو هم بحثونه شوي خو په دې اړه یې نور تفصیلات مخې ته نه دي راوړي.

د 2021م کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو د دویم ځل واکمنېدو وروسته تر اوسه د دې ډلې حکومت هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت نه دی پېژندلی.

که څه هم ډېر هیوادونه په افغانستان کې سفارتونه او سیاسي دفترونه لري او بهرني چارواکي یې هم په منظمه توګه د طالبانو له چارواکو سره ویني خو چین یواځینی ملک دی چې په رسمي توګه یې د طالبانو سفیر منلی او خپل سفیر یې هم کابل ته لېږلی دی، خو وایي د طالبانو حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلی.

د امریکا په ګډون نړیوالې ټولنې په وار وار له طالبانو غوښتي دي که نړیوال رسمیت غواړي، باید د افغانستان د ښځو، نجونو او اقلیتونو د حقونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي، ټول شموله حکومت جوړ کړي او د القاعده په څېر له ترهګرو ډلو سره خپل روابط پرې کړي.

بیجینګ تېرکال طالبانو ته خبرداری ورکړی و چې د افغان ښځو په اړه د سخت دریځ له کبله به ونه شي کړای چې په ټولنې کې ومنل شي. خو چین لومړنی هېواد دی چې د طالبانو حکومت ته یې رسمآ خپل سفیر معرفي کړی. پاکستان، ایران او روس هم د طالبانو ډپلوماتان منلي دي خو د طالبانو حکومت یې لا په رسمیت پېژندلی نه دی.

چین په افغانستان کې د کانونو د استخراج په ګډون په یو لړ پروژو کې پانګونه کړې ده او تجارتي راکړه ورکړه هم ورسره لري.

د طالبانو حکومت هم ویلي دي چې غواړي رسمآ د چین د «یو کمر بند او یوه لار» په پروژې کې داخل شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:36:31 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG