لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هند کې د افغانستان هندوان او سکھان وايي د مشکلاتو سره مخامخ دي


تېر کال د مارچ په میاشت کې په کابل کې د سیکهانو په مذهبي غونډه حمله شوي وه
تېر کال د مارچ په میاشت کې په کابل کې د سیکهانو په مذهبي غونډه حمله شوي وه

هغه افغان هندوان او سکهان چې د افغانستان د جنګ او اړي ګړي په وجه د خپل ملک نه هندوستان ته کوچېدلي هغلته پهغربت او مشکل کې ژوند کوي او ځينې کورنۍ بيا د حالاتو د سوبه بيرته افغانستان ته ستنې شوي دي.

24 کلن سکھ چې د سنگھ په نوم يې پېژندګلو شوې وي او ای ته ويلي “مونږ په داسې حالاتو کې يو چې هيڅ لار نه مومو. مونږ افغانستان ته بيرته تللی نه شو او په هند کې ګېر شوي يو. زمونږ د امريکا او کنې‌‌‌‌‌‌ډا ته د لېږلو ژمنې نه دي پوره شوي”.

د ښاغلي سنگھ پلار، وراره او خښينه تېر کال د کابل شور بازار د سیکھ ګوردوارې په ترهګر بريد کې وژل شوي وو په کوم کې چې د 25 پورې عبادت کونکي وژل شوي وو.

د دې قتلان چې ذمه واري يې داعش قبوله کړې وه نه وروستو د اندازو تر مخه نزدې 200 کورنۍ هند ته وړل شوې وې او ځينې پکې په خصوصي وېزو هم وو چې خيال يې کوو کوم دريم ملک ته به د سر پناه د پاره ولېږل شي.

د ايسوسي ايټي‌‌‌‌‌‌ډ پرېس د خبر تر مخه د هندوانو او سکھانو چې په بهر نړۍ کې مېشت دي او زيات شمېر يې په کېنې‌‌‌‌‌‌ډا او يورپ کې دی تېر کال په اګست کې دا پرېکړه کړې وه چې د خپلو خلکو مرسته وکړي او دوی هند د لېږلو خرڅه دوی پوره کړي.

د کېنې‌‌‌‌‌‌ډا يو شمېر قانون سازانو دا غوښتنه کړې وه چې د خاص پروګرام لاندې دې افغان هندوانو سکھانو ته دې د خاص مهاجرو حيثيتورکړل شي خو د وي او ای د معلوماتو تر مخه دا لا نه ده تايد شوې چې که ياد اقليتونه د مهاجر په توګه نورو ملکونو خاص کر شمالي امريکا ته لېږل شوي او کنه.

تېره مياشت نزدې 40 داسې کورنۍ د هند نه نهه مياشتې وروستو بيرته افغانستان ته تلي او دا هم په داسې وخت کې چې بهرني ځواکونه دافغانستان نه اوځي او طالبانو جګړه ښه تنده کړې ده.

ښاغلي سنگھ چې نه غواړي خپل پوره نوم وښايي وايي په هند کې اوسېدل ګران وو ځکه چې “نه هغلته نوکري موندل کېده او ورسره کومې ماليمرستې کېدلې”.

سمريت سنگھ چې 25 کلن دی او د پلار د وژنې وروستو د هرات نه دوه کاله وړاندې هند ته تلی وايي د کرونا ناروغۍ او لاک ‌‌‌‌‌‌ډاون د لاسهکارونه نه موندل کيږي چې د ده په وينا “ژوند يې نور هم ګران کړی”.

ښاغلی سمريت چې د څلور کلنې لور پلار دی وايي که حالات بدل نه شول او تشدد هم دغه شان روان وي ولې سره د خطرو مجبور دی چېبيرته خپل وطن ته لاړ شي.

هغه وايي “که ځانمرګي بريدونه او هدفي وژنې ودرېږي نو هغه د نورو سکھانو سره تيار دی خپل وطن ته لاړ شي”.

د يوې اندازې مطابق د 1980 په لسيزه کې په افغانستان د 250,000 پورې د هندوانو سکھانو کورنۍ مېشت وې چې د اړي ګړي او کورنۍجګړې د عمله نزدې 1000 کورنۍ اوس پاتې دي.

د افغانستان د اطلاعاتو او مي‌‌‌‌‌‌ډيا ادارې مشر دوا خان مينه پال وي او ای ته ويلي دا د حکومت دنده ده چې هندوانو او سکھانو ته تحفظورکړي.

“مونږ د دوی انديښنې لرې کړي او د دوی د حفاظت کامونه مو پورته کړي دي”.

د افغانستان د بشري حقونو د ازاد کمېشن مشر اسدالله يوسفي وايي افغانستان ته د لږکيو ‌‌‌‌‌‌ډلو بيرته راستنېدل يوه “هيله بخښونکې اشاره” ده چېحالات ښه کېدو پله روان دي خو د امنيت انديښنې لا هم شته او په خاصه توګه د لږکيو ‌‌‌‌‌‌ډلو خلاف په وروستو کې تشدد ‌‌‌‌‌‌ډېر زيات شوی.

بسنت سنگھ چې 55 کلن دی او د کال 1992 نه په هند کې اوسي په 1991 کې د کورنۍ جګړو د لاسه د خوست نه وکوچېدو او اوس هم په دېهيله دی يوه ورځ به بيرته افغانستان ته ځي او وايي “اميدوار دی امن به وطن ته راځي او هندوان سکھان به بيا په خوشالۍ او امن کې ژوندکوي”.

“غواړم پاتې ژوند مې هغلته (افغانستان) کې تېر کوم."

یادونه: دا خبر خبریال رواښان نورزۍ د وي او ای اېکسټریمزم واچ ډېسک دپاره تیار کړی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG