لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د واورې وروستیو اورښتونو ۵۴ کسان مړه کړي


پیښو ته د رسیدو په برخه کې د دولت وزارت وايي، چې په تیرو دریو ورځو کې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د سختې واورې وریدو له امله ۵۴ کسه وژل شوي او په همدومره شمیر نورټپیان شوي دي.

دا وزارت وایي، چې واورو همداشان ۱۶۸ کورونو ته زیان اړولی دی.

د دغه وزارت ویاند محمد عمر محمدي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دوی لا هم د ولایتونو څخه د معلوماتو په راټولولو بوخت دي.

دمخه معلومات

پیښو ته د رسیدو په برخه کې د د دولت وزارت د بهرنیو اړیکو رئيس او ویاند محمدعمر محمدي امریکا غږ ته وویل، په دې موده کې له لسو زیات کسان ټپيان شوي هم دي.

هغه وویل "په تیرو دریو ورځو کې د واورې وریدو له امله ۳۸ کسه 'شهیدان' او ۲۰ کسه ټپيان شوي، ۱۸ کورونه په بشپړه توګه او ۴۹ کورونه قسمي وران شوي دي. دغه راز، ۵۷۱ څاروي هم مړه شوي دي."

ښاغلي محمدي زیاته کړه، چې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې واوره وریدلې چې له هغې شمیرې په ۱۵ ولایتونو کې زوروره واوره وریدلې ده.

په همدې حال کې له طبیعي پیښو سره د مبارزې اداره وايي، چې د زیاتې واورې وریدلو له امله له پلازمینې کابل سره د شمالي او مرکزي ولایتونو لویې لارې تړل شوي دي.

د دغې ادارې مرستیال محمداسلم سیاس امریکا غږ ته وویل، چې د اړتیا وړ مواد یې وار له مخه د ولایتونو مرکزونو ته رسولي او زیاته یې کړه چې لا تر اوسه له اړمنو او زیانمنو کسانو سره د مرستو بهیر له کومې ستونزې سره مخ شوی نه دی.

دغه راز د واورې وریدو او خرابې هوا له امله د کابل د حامدکرزي په هوايي ډګر کې د طیارو الوتنې او ناستې ځنډول شوې دي.

د دغه هوايي ډګر د قول اردو د امریت د دفتر مرستیال ډګرمن همایون ایمل امریکا غږ ته وویل، د طیارو د الوتنې لیکه لا هم بنده ده او د خلاصیدو لپاره یې هڅې روانې دي.

په افغانستان کې د وروستیو واورې وریدو لړۍ د تیرې جمعې په ورځ پیل شوې، چې په تیرو دریو کلونو کې بې سارې بلل شوې ده.

د افغانستان حکومت د زورورې واروې وریدو له امله نن په درست افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

د افغانستان د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت ویاند فتاح احمدزي امریکا غږ ته وویل، د افغان ولسمشر د لارښونې پر بنسټ نن اضطراري حالت اعلان شوی او په ټول افغانستان کې عمومي رخصتي ده.

ښاغلي احمدزي وویل، لا تر اوسه څرګنده نه ده، چې سبا به هم رخصتي او که نه، خو زیاته یې کړه چې په دې اړه به نن شپه له خلکو سره معلومات شریک کړي.

د غزني او زابل ترمنځ لاره پرانیستل شوې

د غزني امنيه قومندان جنرال امين الله امرخيل اشناراديو ته وويل چې د پوليسو، اوردو او فوائدعامې وزارت د کارکونکو د ژغورنې گډ ټيم د لړمې په سیمه کې لار چې د واورې اورښت له امله تیره شپه بنده شوې وه پاکه کړې او په واوره کې را گير وسايط د کندهار پر خوا حرکت پیل کړی او تر مقر ولسوالی پوري رسيدلي دي.

د احمد شاه بابا ابدالي بس ترانسپورت يوه مسئول احمدالله ډاکتر هم تائيد کړه چې د دوی ۱۸ بسونه نن يوه نيمه بجه مقر ولسوالی ته رسيدلي او يخ وهلي ناروغ مسافر په هوټلونو کې ځای پر ځای شوي.

ده زياته کړه چې چي د غزني او زابل ترمنځ په پښ کنړه سيمه کې هم د لارې د بنديدو مشکلات شته دی.

دمخه معلومات

په غزني ولایت کې د زورورې واورې وریدو له امله د کندهار – کابل پر لویه لار تګ راتګ له ستونزو سره مخ کړی دی.

د کابل ـ کندهار پر لويه لار د غزني په ابند او لړمي سيمه کې په سل گونو بند پاته مسافر وايې چي که نن پر وخت کمک ور ونه رسيږي ممکن يو بشري ناورين رامنځ ته شي.

تر شلو زيات مسافر وړونکي بسان پدغو دوو سيمو کې تيره شپه په سختو ستونزو کې تيره کړې.

د کندهار پر لوري تلونکی د ۳۰۴ بس موټر چلونکي عبيدالله امريکاغږ ته وويل "د لړمي کاريز په سيمه کې د طوفاني واوري له کبله له تيرمازيگر راهيسي ۲۰ بسان او ۱۴ کوچني موټر بند پاته دي چي په هر بس کې له ۵۰ څخه تر ۵۵ پوري مسافر سپاره دي."

د زياته کړه چي هيڅ کمک ندی ور رسيدلی او د خوراک هيڅ امکانات ورسره نشته.

د احمد شاه بابا ابدالي بس ترانسپورت يوه مسئول احمدالله ډاکتر امريکاغږ ته وويل چي په لړمه کې د دوی د شرکت ۱۸ بسان بند پاته دي او ډيری مسافرو يې له کابل څخه د کندهار پر لوري سفر کاوه چي اوس په لار کي بند دي.

هغه زیاته کړه، که نن دغو مسافرو ته د تيلو او خوراکي موادو کمک ور ونه رسيږي ممکن بشري تلفات رامنځ ته شي.

د غزني امنيه قومندان جنرال امين الله امرخيل امریکا غږ ته وویل، د لړمې په سیمه کې تيره شپه پوليس هم له طوفان سره مخ شوي او د دغو مسافرو کمک ته ندي رسيدلي.

هغه زیاته کړه "نن سهار اته بجې زموږ ترلسو پوري حاموي وسايط سيمي ته پر لار دي او د وسايطو کمک ته ځان رسوي ، پرون مو هم تر څلور زره مسافرو سره کمک کړی د دوی وسايط مو کيبل کړي ، په بيلابيلو ځايونو کې مو ځای پر ځای کړي ، خو اصلي مسئولي ادارې خپلو مسئولينونو ته ندي متوجه چي ستونزه دې حد ته را رسيدلې."

جنرال امرخيل وويل چي د فواید عامي وزارت يو قرار دادي يې په خپل کار کې د پاته راتلو له کبله بندي کړی دی.

یادگیرنه: دا خبر د وي او ای اشنا څخه اخیستل شوی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG