لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان له ویسټ انډیز څخه د شل آوره لوبو سیریز وگاټه


افغانستان د وېسټ انډیز په وړاندې د کرکټ د شل آوره لوبو سیریز ١ـ٢ وگاټه. د دې سیریز په وروستۍ لوبې کې چې نن د اتوار/یکشنبې په ورځ په هند کې وشوه، افغانستان خپل سیال ټیم، وېسټ انډیز ته په ٢٩ منډو ماته ورکړه او د سیریز کپ یې یووړ.

په لومړي میدان کې د افغانستان ټیم، د اتو وېکېټو په سوځېدو سره وکړای شول چې ١٥٦ منډې وکړي او وېست انډیز ته د ١٥٧ هدف وټاکي. په اول میدان کې چې افغانستان بیټېنگ کاوه، تر ټولو زیاتې منډې، رحمت الله گوربز جوړې کړې (٧٩ رنزونه)، او بیا ورپسې اصغر افغان د ٢۴ منډو په جوړولو، دویم و.

د افغانستان د ټیم یو اوپېنر، حضرت ځاځي په صفر کې اوټ شو، کریم جنت یوازې دوه منډې وکړې، ابراهېم ځدراڼ په یوه منډه کې وسوځېد، نبي ١٥ منډې او نجیب ځدراڼ ١۴ منډې جوړې کړې. گلبدین نایب او نوین الحق په ۴ او ٢ رنزونو، تر آخره پاته شول او افغانستان پوره شل آوره ولوبېد.

په دویم مېدان کې د وېسټ انډیز په گټه، شای هوپ تر ټولو زیات رنزونه وکړل (٥٢ منډې)، خو په آخر کې د گلبدین نایب په بال، د اصغر افغان لخوا کېچ اوټ شو.

وېسټ انډیز بالاخره د ٧ وېکېټو د سوځېدو په بدل کې، فقط وشوای کولای چې ١٢٧ منډې جوړې کړي، خو آورونه یې پوره شول او لوبه یې بایلوده.

وړاندې تر دې، افغانستان او وېسټ انډیز ټیمونو یو ورځیني یا پنځوس آوره لوبې هم وکړې چې هغه سیریز بیا وېسټ انډیز گټلی و.

په پام کې ده چې د دواړو ملکونو کرکټ ټیمونه په راتلونکو ورځو کې یوه ټېسټ لوبه هم وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG