لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د کندوز ولایت د ځانمرگی حملې ذمه واري منلې ده


Afghan civil society members light candles during a vigil for victims of Friday's attacks, while gathering at the site of a truck bomb attack in Kabul, Afghanistan, Aug. 8, 2015.
Afghan civil society members light candles during a vigil for victims of Friday's attacks, while gathering at the site of a truck bomb attack in Kabul, Afghanistan, Aug. 8, 2015.

کابل کې ددننه او شا او خوا سېمو کې ترهگرۍ په پپښو کې ٥٠ کسانو د وژل کېدو ورسته، طالبانو د افغانستان په شمالي ولایت کندوز کې د موټر ځانمرگي حملې ذمه واري په غاړه اخیستې ده.

وي او ای ته په یو بیان کې طالبانو ویلي د کندوز په خان اباد اولسوالۍ کې بم چاودنه دوې کړې ده. افغان چارواکو د اتوار یا یکشنبې په ورځ ویلي یوه ورځ وړاندې شوي بم چاودنه کې د مړو شمیره ٢٩ ته رسیدلې ده.

وژل شوي زیاتره کسان د حکومت پلوه ملیشې غړې وو.

طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مرگ ورسته کابل کې ترهگرۍ حملو د ښار اوسیدونکې د تشویش سره مخ کړې دي.

طالبانو د جمعې په ورځ کابل کې د امریکې خصوصي ځواکونو په مرکز د حملې ذمه واري ومنله. حمله کې اته غیر فوجي کارکونکې او یو امریکائي عسکر ووژل شو. طالبانو ویلي وو درې ځانمرگي حمله کونکې يي کابل ته لیږلې دي.

هم د جمعې په ورځ د پولیس په دریشۍ کې ځانمرگي حمله کونکې کابل کې د افغان پولیس د تربیي په مرکز کې بم چاودنه وکړه. پیښه کې ٢٧ وژل شو او ٢٥ نور زخمیان شول.

خو د کابل په رهائشي علاقه کې هم د جمعې په ورځ شوي د بم چاودنې لا چا ذمه واري په غاړه نه ده اخیستې چې پکې ١٥ کسان وژل شوې دي.

افغان صدر اشرف غني د حملو غندنه کړې ده. هغه وویل هغه دښمنان چې زنانه او ماشومان وژنې د افغان امنیتي ځواکونو د لاسه د ماتي سره مخ دي.

د تشدد د لړۍ ورسته، د امریکې د قامي سلامتیه صلاحکارې سوزن رائیس په ټیلې فون د صدر اشرف غني سره خبرې اترې کړې دي. او د صدر برا ک اوباما د هیواد د سلامتیه نائبې لیزا موناکو د افغانستان د قامي سلامتیه مشیر حنیف اتمر سره خبرې اترې وکړې.

دواړ امریکائي چارواکو د تشدد غندنه وکړه او افغانستان سره يي د امریکې د ملاتړ ژمنه وکړه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:36:31 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG