لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

که افغانستان سبا لوبه وګټي نو د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته به ووځي


Afghanistan Cricket

د زمبابوی په هرارې کرکټ لوبغالي کې د متحده عرب اماراتو لخوا زمبابوی ته د ماتې ورکولو وروسته د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نړیوال جام ته د وتلو لار نوره هم اسانه شوه او اوس افغانستان ته د جمعې په ورځ اخېرۍ لوبه کې اېیرلېنډ ته ماتې ورکول پاتې دي.

نن د پنجشنبې په ورځ د زمبابوې او عرب اماراتو تر مېنځه لوبې وروستو دا مهال د نړیوال جام غوراوي سیالیو کې وېسټ انډیز په اتو لمرو سره په پواېنټس ټېبل تر ټولو وړاندې او ورپسې زمبابوی او سکاټلېنډ دي چې پېنځه پېنځه لمرې لري.

افغانستان او اېیرلېنډ دا مهال په پواېنټس ټېبل ۴،۴ لمرې لري او دواړه سبا مهمه لوبه لري. که افغانستان د سپرسکس د جمعې د ورځې لوبه ګټينو د ۶ لمرو سره به په دویم پوزېشن شي او د کال ۲۰۱۹م نړیوال جام ته به ووځي. خو که چرې دغه لوبه اېیرلېنډ ګټي نو بیا به افغانستان د نړیوالو سیالیو نه پاتې کیږي.

که د افغانستان او اېیرلېنډ تر مېنځه د جمعې د ورځې لوبه بې نتیجې پاتې کیږي نو بیا به دواړه هیوادونو ته یو یو پواېنټ یا لمره ورسیږي. او نړیوال جام ته د وتلو فیصله به په رن رېټ کیږي. دا مهال په رن رېټ زمبابوی او اېیرلېنډ وړاندې او ورپسې افغانستان او سکاټلېنډ دي.

د افغانستان ملي لوبډلې نړیوال جام ته د وتلو لار نن د عرب اماراتو لخوا کوربه زمبابوې ته په دریو منډو ماتې ورکولو وروسته نوره هم اسانه شوه. که څه هم دغه لوبه ډیره خوندوره او سخته ګڼل کیده خو د باران د لاسه لوبه محدوده شوه او عرب اماراتو وګټله.

د زیارت په د زمبابو او عرب اماراتو ترمېنځه لوبه کې کوربه زمبابو پچه یا ټاس ګټلو وروسته عرب اماراتو ته د بېټنګ بلنه ورکړه. په خپل پړاو کې عرب اماراتو په ۴۷.۵ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۲۳۵ منډې جوړې کړې چې د باران له وجې لوبه ودرول شوه.

د باران ودریدو وروستو د کرکټ د قانون لاندې زمبابوې ته د ګټې لپاره په ۴۰ اورونو کې د ۲۳۰ منډو هدف ورکړی شو. زمبابوی که څه هم غوره لوبه وکړه خو دغه حدف يې پوره نه کړی شو او په مقرره ۴۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۲۲۶ منډې جوړې کړې. او عرب اماراتو لوبه په درې منډو وګټله.

XS
SM
MD
LG