لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان خبریال په بم چاودنه کې زخمي شوی، طالبانو ١٠ افغان عسکر وژلي


تېرکال په فراه کې د طالبانو او د افغان ځواکونو د جگړې د وروستي حال یو تصویر
تېرکال په فراه کې د طالبانو او د افغان ځواکونو د جگړې د وروستي حال یو تصویر

یو افغان خبریال چې د ډیر وخت راهسې ورته د مرگ دړکې ورکړی کېدلې د هېواد په هلمند ولایت کې په بم چاودنه کې زخمي شوی دی او په فراه ولایت کې طالبانو د پوځ په چېک پوسټ حمله کې ١٠ عسکر وژلې دي.

په غربي فراه ولایت کې طالبانو په افغان پوځ حمله په داسې مهال کړې چې د امریکې سره د سولې په خبرو کې یې د پرمختگ ذکر کړی دی. د قطر سرښار دوحه کې د تېرو څو ورځو د خبرو ورستۍ ناسته سر ته د رسولو وورسته امریکايي او طالب استازو وویل د افغانستان نه د خارجي ځواکونو د انخلا او د ترهگرۍ په ضد موضوعات یې پرمختگ وکړو.

په عین حال کې د ایسوسي اېټډ پرېس خبري اداره وايي په اورزگان ولایت کې پنځه افغان عسکر په خطا شویو ډزو کې وژل شوې دي. په ډزو کې امریکایي او افغان عسکر ککړ ویل کېږي.

په افغانستان کې امریکايي ځواکونو وویل د اورزگان په ترینکوټ کې په افغان او امریکايي عسکرو ډزې شوې وې او په ځواب کې یې هوايي بمباري وکړه. امریکايي ځواکونو نور جزیات وړاندې نکړل.

د ریډیو او ټي وي خبریال نثار احمد احمدي په هلمند کې کار ته روان تللو چې د هغه د موټر پورې لگول شوی بم وچاودېدو. ای پي وویل د نهې، سه شنبې، په ورځ شوي بم چاودنه کې ښاغلی احمدی په پښه زخمي شوی دی او کابل ته د نور علاج په غرض انتقال کړی شوی دی. د هلمند د والي ترجمان عمرزواک وویل حمله د هلمند په مرکز لشکرگاه کې شوې ده.

نثاراحمد احمدي په هلمند کې سباون رېډیو او سباون ټېلې وژن چلوولوي.

په ښاغلي احمد د حملې پړه په سمدستي توگه چا په غاړه نه ده اخیستې. هلمند د طالبانو مرکز گڼل کیږي.

په افغانستان کې خبریالان وخت په وخت د تشدد سره مخامخ کېږي.

په هېواد کې د خبریالانو د تحفظ ادارې افغان سېفټي کمیټي د جنورۍ په میاشت کې وویل په کال ٢٠١٨ کې په خبریالانو او د مطبوعاتو په مد کې کارکونکو باندې ١٢١ حملې شوې وې. ادارې وویل تېر کال ١٧ خبریالان او د مطبوعاتو کارکونکي وژل شوې دي چې له امله یې افغانستان د خبریالانو دپاره د نړۍ په خطرناکو هېوادونو کې شامل گڼل کېږي.

په فراه ولایت کې طالبانو په گلستان ولسوالۍ کې د پوځ په چېک پوسټ حمله وکړه او ١٠ عسکر یې ووژل. اي پي وايي د ولایتي شورا غړي عبدالصمد صلاحي د پېښې او مرگ ژوبې تصدیق کړی دی. د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG