لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټونه: شمالي افغانستان کې طالبانو د ٣٠ نه زیات حکومتي عسکر وژلي


د ماسکو په غونډه کې افغان حکومت گډون وه نکړو. د افغان خارجه وزارت ترجمان صبغت الله احمدي وي او ای ته وویل د ماسکو غونډه هیڅ قانوني حېثیت نه لري او پایلې به یې د منلو وړ نه وي
د ماسکو په غونډه کې افغان حکومت گډون وه نکړو. د افغان خارجه وزارت ترجمان صبغت الله احمدي وي او ای ته وویل د ماسکو غونډه هیڅ قانوني حېثیت نه لري او پایلې به یې د منلو وړ نه وي

د افغانستان په شمال کې د طالبانو په بېلو حملو کې ٣٨ افغان حکومتي عسکر وژل شوې دي دا په داسې مهال چې په افغانستان کې د امن په موضوع په ماسکو کې "بین الافغان" خبرې شوي چې پکې طالب استازو هم گډون وکړو.

په افغان ځواکونو یوه حمله د نهې، سه شنبې، په ورځ د کندز ولایت مرکز سره نژد وشوه. د ولایتي شورا نایب سيف الله امیري افغان مطبوعاتو ته وویل په حمله کې ٢٥ د پوځ عسکر او درې پوليس ووژل شو. ٢٠ نور تنان زخمیان شول.

په کابل کې دفاع وزارت مامورینو د کندز د حملې تصدیق وکړو او وه ویې طالبانو لویه حمله کړې وه چې په شا وتمبولی شوه او ٢٢ حمله کونکي پکې ووژل شو. د دفاع وزارت چارواکو امنیتي ځواکونو ته د تلفات پخلی وکړو خو شمېره یې وه نه ښودله.

طالب ترجمان ذبیح الله مجاهد د حملې ذمه واري په غاړه واخیستله او د ٣٠ افغان عسکرو د وژلو دعوه یې وکړه. افغان مامورین وايي طالبان اکث‏ر په حملو کې حکومت ته د حقیقت نه د زیاتو تلفاتو اړولو دعوې کوي.

د کندز نه علاوه طالبانو په بغلان ولایت کې د پولیس په یوه چوکۍ برید وکړو او ١٠ امنیتي عسکر یې ووژل. دا خبره افغان مطبوعاتو ته د افغان امنیتي مامورینو له قوله وکړه.

تېره میاشت افغان صدر اشرف غني وویل په کال ٢٠١۴ کې د واک ترلاسه کولو ورسته ۴٥٠٠٠ افغان امنیتي عسکر په جگړه کې وژل شوې دي.

د افغانستان په شمال کې د افغان حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ تازه جگړه په داسې حال کې شوې ده چې د روس سرښار ماسکو کې په افغانستان کې د امن په هدف "بین الافغان" مذاکرات وشول.

د ماسکو په غونډه کې افغان حکومت گډون وه نکړو. د افغان خارجه وزارت ترجمان صبغت الله احمدي وي او ای ته وویل د ماسکو غونډه هیڅ قانوني حېثیت نه لري او پایلې به یې د منلو وړ نه وي.

د ماسکو په غونډه کې د طالبانو ١٠ کسیزه پلاوي گډون وکړو. ددې نه علاوه ۴٠ مخه ور افغانان هم پکې شامل وو. په دغه افغانانو کې پخوانی صدر حامد کرزی هم و.

د ماسکو د غونډې ترڅنگ د امریکې او د طالبانو ترمنځ هم د خبرو یو شمېر نیغ په نیغه دورونه شوي دي. ټاکل شوې ده چې راتلونکی نشست به د فېبرورۍ په ٢٥ مې نېټه کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG